پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو د غنمو تیار فصلونه ووهل

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورستیو بارانونو د غنمو، ځینو مېوو او سبزیانو فصلونو ته تاوانونه رسولي دي. زمینداران وایي دوی غنم ترېشرو ته تیار کړي ول چې بارانونه پرې وشول او اوس به یې بیا وچوي.

د مردان یو زمیندار عابد خان وایي دوی د غنمو لوونه کړي ول چې بارانونه پرې وشول: ''غنم مو ترشیرو ته تیار کړي وو، چې بارانونه پرې وشول، دا څه درې ورځې سر په سر بارانونه واورېدل. دې سره یو خو د غنمو دانه توره شي او بله دا چې ډوډۍ ترې سمه نه جوړېږي. دا یې اوس موږ ته خواري زیاته کړه موږ به اوس لومړی دا پر لمر وچوو او بیا به یې ترېشر کوو. له غنمو سره سره یې ټماټرو، بنډیو او ځینو سبزیو فصلونو ته هم تاوانونه واړول خو اوس دې الله نور خېر کړي.''

دې باران رېبل شوي غنم خراب کړل او بوڅو ته یې هم تاوان ورسو


د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو تنظیم (انجمن کاشتکاران خیبر پښتونخوا) مشر نعمت شاه روغانی وایي په صوبه کې وروستیو بارانونو زیات تاوان د غنمو فصل ته رسولی ځکه چې په زیاترو برخو کې د غنمو لوونه پېل شوي دي: ''دې باران رېبل شوي غنم خراب کړل او بوڅو یا پروړو ته یې هم تاوان وروسولو، له دې سره دانه تور شوه،او دانې غورزیږي هم. دې بارانونو په صوابۍ، مردان، چارسده، نوښار، پېښور، بنو، ډېره اسماعیل او ځینو نورو سیمو کې غنم خراب کړل، د سوات او د بونېر غنم به وروسته راځي.''

د صوبې په ځینو سیمو کې زمینداران وایي د وروستیو بارانونو سره ځینو مېوو لکه په سوات کې د شپتالانو باغونو ته هم زیان رسولی. بلخوا د بلوچستان په یوشمېر سیمو کې هم په دې ورستیو څو ورځو کې بارانونه او ږلۍ شوې ده چې د غنمو پشمول یې د مېوو ځینو باغونه خراب کړي دي.

د بلوچستان کروندګرو ټولنې مشر عبدالرحمان بازی وایي په ځینو سیمو ږلي هم شوې ده چې زمینداران یې اندېښمن کړي دي. ''دا وخت خو زیات تاوان غنمو ته رسېدلی دی، دلته زیاتره سبزیانې د فېبررۍ په نیمایي کې کرل شوې دي، نو دغو ته هغو دومره تاوان نه دی شوی خو په مسلم باغ، قلات، مستونګ، پښین، قلا عبدالله او تر ږوبه پورې موږ ډېر ښایسته د مېوو باغونه لرو، نو دغلته مڼو، زردالو، الو بخارو او ځینو نورو مېوو ته تاوانه اوښتي دي، دا وخت په خاران، د قلات په ټولو سیمو او خضدار کې د غنمو لو پېل شوی دی چې له دې بارانونو سره زمیندارو ته تاوانونه اوښتي دي''

د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو دتنظیم مشر نعمت شاه روغانی دا هم وایي دوی اندېښنه لري په راروان وخت کې په صوبه کې د غنمو کمی هم راتلی شي او باید حکومت له اوس نه دې مسلې ته پام وکړي.