غلام احمد بېلور هم پر کورونا اخته شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

حاجي غلام احمد بېلور

د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او مشر سیاسي شخصیت حاجي غلام احمد بېلور هم په کورونا وایرس اخته شوی دی.

د نوموړي لمسي دانیال بېلور د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې چې کله د نیکه طبیعت یې خراب شو نو ډاکټرانو ورته مشوره ورکړه چې باید د کورونا وایرس ټیسټ یې وشي.

هغه وړاندې وویل: "چې کله مو ټیسټونه وکړل نو هغه مثبت راغلل، نو هغه اوس په قرنطین کې دی، له احتیاط نه به کار اخلو. د ډاکټرانو په مشوره به د هغه درملنه او ساتنه کوو."

دا هم وګورئ: کورونا په پښتونخوا کې مذهبي لږکۍ هم ځپلې دي‌

حاجي غلام احمد بیلور په ۱۹۳۹ کال کې پیدا شوی او په دې حساب یې عمر ۸۱ کاله دی. ډاکټران وايي، د زیات عمر کسانو ته او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د شوګر، زړه یا فشار بیماري وي، نو له کورونا زیاته خطره وي، خو دانیال بېلور مشال راډیو ته وویل چې د غلام احمد بیلور طبیعت تر اوسه ښه دی او د ډاکټرانو د هدایاتو مطابق ځان یې د کورنۍ له نورو کسانو ګوښه کړی دی.

تر حاجي غلام احمد بیلور وړاندې په پاکستان کې نور سیاسي شخصیتونه هم پر کورونا اخته شوي چې پکې د تحریک انصاف یو مشر او د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر، د سند ګورنر عمران اسماعیل، په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۰۵ مې حلقې غړی شفیق شېر اپریدی او نور شامل دي.

دا هم وګورئ: علي وزیر په کورونا وایرس اخته شوی دی

شفیق شېر اپریدي د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، هغوی په جمرود کې د کورونا قرنطین مرکزونو ته نږدې هره ورځ تلل او د خلکو د حال پوښتنه به یې کوله. همدا وه چې هغه ته هم د کورونا وایرس ولګېد. هغه وايي، اوس یې صحت ښه دی، خو لا یې دوباره ټیسټ نه دی کړی چې بیماري یې په مکمله توګه ختمه شوې ده کنه. هغه وړاندې وویل، له دې وایرسه وېره نه ده پکار خو احتیاط ضروري دی.

"یقین وکړئ چې تکلیف شته خو داسې تکلیف نه دی چې موږ ترې ووېرېږو. موږ به انشاالله د دې بیمارۍ او د دې وایرس مقابله کو. موږ له پکار دي چې د صفایۍ خیال وساتو، ټولنیز واټن مراعت کړو، ځکه چې وايي د علاج نه پرهېز غوره دی."

ډان ورځپاڼې د مې پر ۱۸مه، د سېند صوبې د ګورنر عمران اسماعیل له خولې لیکلي چې ۱۷ ورځې یې په قرنطین کې تېرې کړي او د ګرمو مایاتو او د اکسیجن په مرسته یې طبیعت ښه شوی دی.

افتاب شېرپاو وايي، کورونا سیاسي هلې ځلې متاثره کړې دي.

پاکستاني سیاسي شخصیتونه وايي، کورونا وایرس د هغوی سرګرمۍ هم ځنډولي او کار یې ورته ګران کړی دی. د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د خلکو په شان د سیاست والو ژوند هم اغېزمن شوی دی.

"د کورونا له وجې تکلیفونه او خنډونه مخې ته راغلي دي. په پاکستان کې په ټولنیز ډول داسې دود دی چې ته به د خپلې حلقې خلکو له ورځې، هغوی به تاسو ته راځي او د کورونا له وجې دا کار ممکن نه دی. زما خیال دی ټول سیاسي ګوندونه به دغه ستونزه احساسوي."

افتاب احمد خان شېر پاو وايي، د هغه خپل صحت ښه دی او ځان یې له خلکو ګوښه کړی دی.

پاکستان کې که څه هم کورونا وایرس لسګونه زره کسان نیولي خو د قامي او صوبايي اسمبلیو غونډې لا هم په بشپړ ډول ځنډول شوې نه دي او اوس خو حکومت هم په مرکز او هم په صوبو کې ټولبند ورورو ورو ختموي.