ناموسي وژنې زیاتې شوې که یې سوشل میډیا ژر رپوټوي؟

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پولیس چارواکیو د مې په ۱۶ مه وویل چې دغلته څو ورځې وړاندې د یوې ویډیو خپریدو نه وروستو د خپلو رشته دارو له خوا دوې جینکۍ وژل شوي دي.

که څه هم د صوبې له نورو برخو څخه د غیرت په نوم د وژنو راپورونه راځي خو دا په شمالي وزیرستان کې د ناموسي وژنو یو داسې پیښه ده چې په موبایل فون او بیا سوشل میډیا د ویډیو د خپریدو نه وروستو رامنځ ته شوې ده.

پوښتنه دا ده چې ایا په خیبر پښتونخوا کې د غیرت په نوم وژنې د موبایل ټیکنالوجۍ او سوشل میډیا له کبله ډیرې شوي دي او که د تیر وخت پرتله يي اوس راپورونه زر خپریږي؟

قمر نسیم وايي چې د انټرنیټ د استعمال سره که یو خوا د ناموسي وژنو پټول ګران شوي دي نو بل خوا هم د انټرنیټ د ناسم استعمال له کبله د بشري حقونو نه سرغړونې ډیری شوي دي.


په دغه اړه په پیښور کې د حقونو یو فعال او د ښځو او جینکو پر ضد د تشدد د مخ نیوي د اداری مرستیال مشر قمر نسیم وايي ستونځه داده چې په دې سیمه کې ډیر خلک د انټرنیټ د قاعدو قوانینو نه، نه دي خبر، چې له کبله يي د بشري حقونو نه د سرغړونو پیښې رامنځ ته کیږي ـ نوموړی زیاتوي چې پاکستان په سویلي اسیا کې له هنده وروستو دویم هیواد دی چیرته چې د انټرنیټ او سوشل میډیا ډیر استعمالونکي دي.

قمر نسیم وايي چې د انټرنیټ د استعمال سره که یو خوا د ناموسي وژنو پټول ګران شوي دي نو بل خوا هم د انټرنیټ د ناسم استعمال له کبله د بشري حقونو نه سرغړونې ډیری شوي دي. د هغه په وینا په تیرو دوو اونیو کې یوازی په سوات کې ۶ ښځې د ناموس په نوم وژل شوي دي او له دی وړاندی په ۲۰۱۱ کال کې په کوهستان کې د واده د ویډیو خپریدو نه وروستو د ښځو په ګډون یو شمیر کسان وژل شوي وو. نوموړی وايي باید حکومت په دغه اړه په ولس کې د شعور او پوهې پیدا کولو لپاره کار وکړي.

خو د بشري حقونو نوموړی فعاله ټولنیزو چارو پوهه ثمر من الله خان وایي چې د انټرنیټ استعمال د ناموسي وژنو تر شا لویه وجه نه ده. نوموړی زیاتوي چې د انټرنیټ د راتګ نه وړاندی هم ناموسي وژنې کېدې او ښځو د دتربګنو د هواري لپاره په ؛ سوره ؛ کې ورکول کیدې.

د ثمر من الله په وینا ددې ستونځې جرړې په هغه ناسمو رسمونو رواجونو کې دي چې خلکو ورله د پښتونولۍ نوم ورکړی دی. هغه وایي د ناموسي وژنو لویه وجه پیغور دی. د پښتنو فولکلوري تاریخ ته په اشاره نوموړی وویل چې د باجوړ مامونۍ بیګناه وه ، خو شیرعالم ځکه ووژله چې خلک ورته پیغور ونکړي.

ثمر من الله زیاته کړه چې د پښتنو په کلتور کې خو بخښنه او ننواتې هم ده خو څوک پری عمل نه کوي ، بل په قبایلي سیمو کې پخوا دا رواج وو چې کومې ښځې به له کوره مرورې وې نو ملک به ورته په خپل کور کې پناه ورکوله او د وژنو په ځاي به يي ورته ستونځه هواروله.

په اسلام اباد کې د یجیټل رایټس یا انټرنیټي حقونو یو فعال او ؛بولو بهي؛ په نوم د یوې اداری ډایریکټر اسامه خلجي وایي چې انټرنیټ انسانان د یو بل سره تړي او د هغوي لپاره يي د علم او پوهې نوی دروازی پرانستي دي. د نوموړی په وینا د ټولنیزو ستونځو لپاره انټرنیټ بدنامول او په دغه بهانه خلک له خپلو حقونو بې برخې کول سمه خبره نه ده. د نوموړي په وینا انټرنیټ د نوي کهول استازي د خپل سیاسي او ولسي حقونو د دفاع لپاره کارولی شي.

اسامه خلجي زیاته کړه چې باید په دغه اړه قوانین عملي شي ، او په ناموسي وژنو کې ککړو کسانو ته سزا ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د نورو برخو په شان په خیبر پښتونخوا کې د ناموسي وژنو پیښې ډیری شوي دي. د بشري حقونو د څار نړیوالی اداری هیومن رایټس واچ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال د غیرت په نوم خواوشا د ۱۰۰۰ کسانو د وژنې پیښې ثبت کیږي خو په اصل کې شمیره له دغې نوره هم ډیره ده.