د پاکستان د لویو لارو ادارې اعلان کړی دی چې د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمې ږوب څخه به تر کچلاغه غځېدلی سړک دوه رویه کړي.
د یادې ادارې پر ویبپاڼه ورکړل شوي اشتهار کې ویل شوي چې د دې ۲۹۸ کلومیټره اوږده سړک د دوه رویه کوونکې کمپنۍ پرېکړه به د جون پر ۱۵مه په کېدونکې بولۍ کې کېږي.
په اشتهار کې که څه هم د ټولې پروژې د سرته رسولو وروستۍ نېټه نه ده ورکړل شوې خو ویل شوي چې دا سړک به په پنځه پړاونو کې پخېږي.
په لومړي پړاو کې به له ږوبه تر تنګې پورې ۶۵ کلومیټره، په دویم پړاو کې له تنګې څخه تر کلاسیف الله پورې ۶۵ کلومیټره، په درېم پړاو کې له کلاسیف الله څخه تر نیسۍ پورې ۵۰ کلومیټره، په څلورم پړاو کې له نیسۍ څخه تر خانوزي پور ۶۵ کلومیټر او په پنځم یانې وروستي پړاو کې به له خانوزي څخه تر کچلاغه ۵۳ کلومیټره سړک دوه رویه کړل شي.
د پاکستان په سېنېټ کې د وروسته پاته سیمو په اړه د کمېټۍ مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د دې لارې د منظورۍ لپاره دوی او د کمېټۍ نورو غړو ستړې کوونکې مبارزه کړې ده.
ده وویل دا سړک په بنیادي توګه د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ برخه ده خو مناسب پام ورته نه دی شوی.
"هغه ټول ګوندیزه غونډه چې ورباندې شوې وه، په هغه کې دا پرېکړه شوې وه چې په چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې لومړیتوب غربي لارې ته ورکول کېږي. خو هغه دا دی چې غربي لاره تر اوسه لا نه ده جوړه شوې نو پر دې پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خاصه توګه په سېنېټ کې ډېره مبارزه کړې ده. دوی چې کله تر ډېر فشار وروسته په بجټ کې شامل کړ نو یې د مځکو اخیستو لپاره پېسې نه ورکولې. بیا په سېنېټ کې د وروسته پاته سیمو لپاره ځانګړې کمېټۍ د دې لپاره ډېره مبارزه وکړه او بیا دوی له ږوب څخه تر کچلاغه پورې د مځکو اخیستلو پېسې هم جاري کړې."
عثمان کاکړ وویل، یوازې د دې پروژې اعلانول کافي نه دي بلکې اوس حکومت باید ورته په هر بجټ کې د پام وړ پېسې هم بېلې کړي چې دا پروژه په سمه توګه او پر وخت مکمله شي.
"اوس خو به د ټېکې بولۍ وشي خو په کار ده چې حکومت په راتلونکي بجټ کې ورته لږ تر لږه ۲۰ اربه روپۍ بېلې کړي نو به هله دا سړک په لنډ وخت کې جوړ شي. هغه ځکه چې د ټولې پروژې لپاره له ۶۰ څخه تر ۷۰ اربه روپیو ضرورت دی."
دا لوی سړک پر کلا سیف الله په دوو لارو وېشل کېږي. د این ۵۰ په نامه سړک یې د ږوب پر لاره بلوچستان د خیبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سره تړي او د این ۷۰ په نامه سړک یې د لورالايي پر لاره بلوچستان د پنجاب له ډېره غازیخان سره تړلي.
دا هغه لارې دي چې په ځانګړې توګه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې سوداګري تکیه پرې کوي.
د بلوچستان د کروندګرو سازمان مشر عبدالرحمان بازي د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل ، که دا سړک په سمه توګه جوړ شي نو د صوبې د کروندګرو لپاره دا یو لوی بدلون کېدای شي.
"په تېر حکومت کې له جنوبي پښتونخوا سره ډېر لوی ظلم وشو چې دا سیمې – د چین پاکستان له – اقتصادي راهدارۍ و اېستل شوې. دا لاره زموږ د زراعت لپاره ډېره ضروري ده او که جوړه شوه نو د صوبې د زراعت لپاره بلکل یو زرغون انقلاب دی."
د این ۷۰ په نامه له کلاسیف الله څخه پر لورالايي تېرېدونکې لاره تر ډېره غازیخانه پورې ۳۴۸ کلومیټره اوږده ده.
عبدالرحمان بازي وویل چې حکومت باید هغه لاره هم دویه رویه کړي چې د صوبې د هغې برخې کروندګر او عام ولس ورڅخه ګټه واخلي.
دا لارې نه یوازې د زراعت لپاره مهمې بلل کېږي بلکې پر دې لارو هره ورځ په زرګونه مسافر هم تګ راتګ کوي.
د صحت څانګې چارواکي وايي چې که دا لارې جوړې شي نو په پراخه کچه کېدونکې د ټرېفیک خونړۍ پېښې هم ورسره کمېدای شي.
د ږوب د سېول روغتون مشر ډاکټر هادي کبزي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دوي د حکومت دا ګام د انساني ژوند لپاره مهم بولي او هرکلی یې کوي.
"زه وایم چې دا یو ډېر لوی کار دی هغه ځکه چې یوازې د ږوب ضلعې په حدودو کې په تېره یوه میاشت کې د ټرېفیک ۳۶ پېښې شوې دي چې ۱۱ تنه یې وژلي دي. که چېري دا سړک جوړ شي نو زموږ باور دی چې دا پېښې به ډېرې کمې شي."
د لورالايي د سېول روغتون ویاند ډاکټر منیر اقبال د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په یوازې په دې اپرېل او مې میاشت کې د لورالايي په حدودو کې نژدې پنځه سوه د ټریفیک پېښ شوې دي.
"په تېره میاشت کې موږ ته د ټرېفیک په پېښو کې ټپي شوي ۲۵۵ او په روانه میاشت کې تر اوسه ۲۴۱ ټپیان راوړل شوي دي. په دې پېښو کې داسې هم دي چې په یوه موټر کې پنځه تنه یا څلور تنه ټي شوي وي او یا پر یوه موټرسایکل درې تنه سپاره وي."
د بلوچستان صوبې او په ځانګړې توګه د پښتون مېشتو سیمو سبزۍ، مېوې، معدنیات او مسافر پر هم دې لارو پنجاب، خیبر پښتونخوا او د ملک نورو برخو ته ځي.