جلالا اباد - د د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د شاهي ماڼۍ چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه او د امیر ژمنۍ پلازمینه وه، په تېرو کلونو کې يې د رغونې چارې په غیر فني ډول تر سره شوې وې، خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه یې کابو شپږ میاشتې وړاندې د رغولو چارې د ۶۶ ميلیونه افغانيو په ارزښت پیل شوي چې کابو اویا سلنه کارونه يې بشپړ شوي، خو د کورونا ويروس له امله يې د رغولو چارې ټکنۍ شوې دي.
خو د ننګرهار چارواکي وايي چې د شاهي ماڼۍ د رغېدو چارې به په نېږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د جلال اباد شاهي ماڼۍ ۱۳۵ کاله وړاندې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه. دا ماڼۍ د امیر ژمنۍ پلازمېنه وه او ټولې هیوادنۍ چارې یې له دې ځایه اداره کولې.
که څه هم په تېرو کلونو کې د دې ماڼۍ تخریب شوي ځايونه په غير فني ډول رغول شوي وو خو د افغان ولسمشر په سپارښتنه د واحدې عملیاتي ادارې تر څارنې لاندې د بنايي په نوم دولتي شرکت د شاهي ماڼۍ د رغولو چارې کابو شپږ میاشتې وړاندې په معیاري بڼه پیل کړې چې اوس يې د کورونا د خپرېدو له ويرې د رغونې چارې ځنډنۍ شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، ټاکل شوې وه چې د مانۍ د رغونې چارې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي، خو د کرونا ویروس له امله یې کاریګر راکم شوي او د رغونې چارې له يو څه ځنډ سره مخ شوي دي:
"ټاکل شوې وه چې د شاهي ماڼۍ د رغېدو چارې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي. حتی اویا سلنه کار يې بشپړ شوی دی. خو د کورونا ويروس د خپرېدو له امله يې د کاروکوونکو په شمېر کې حد اقل کموالی راغلو. څنګه چې په لومړیو کې جوړه شوې وه، همغه ډول جوړېږي. کوم تعمیراتو کارونه چې په کې نوي تر سره شوي وو، هغه تخریبېږي او د تاریخي ابدې په شکل جوړېږي."
د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ګڼ کاروکوونکي په رغنیزو چارو بوخت دي. یو تن فني کاریګر خواجه نظر علي وايي چې د ماڼۍ رغونه په معیاري ډول تر سره کېږي او ټول کاریدونکي مواد یې هیوادني دي او تاریخي ارزښت به یې په ځای پاتې شي:
"د تاریخي ابدو قانون دا دی چې کوم شی چې په محل کې پیدا کېږي، هغه که ریګ دی، که خاوره ده کا کاڼی دی، هغه به په کې کارول کېږي. سنګ فرش زموږ خپله عادي تېږه ده، هغه چې وکارول شي، دوه سوه کاله عمر لري."
د دې ماڼۍ خانه سامان هفته ګل چې ځان د شاهي ماڼۍ نګهبان بولي او د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ راهيسې په کې دېره دی، خوښ دی چې د ماڼۍ د رغېدو چارې په فني ډول تر سره کېږي: "تر اوسه پورې موږ د دې ماڼۍ ساتنه کړې ده. ما خپل اولادونه او لمسیان هم ورته وقف کړي دي. ما په ټول عمر کې د امانتدارې او د دې ماڼۍ د خدمت نه بل کار نه دی کړی."
بل لور ته فرهنګیان هم د حکومت له لوري د تاریخي ځایونو رغیدل ښه اقدام بولي او غوښتنه کوي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دې د لرغونو ځایونو بیا رغیدو ته پام وکړي.
یو تن فرهنګپال تقي الله تقي وايي: " د تاریخي ابداتو او ځایونو رغول يو نیک اقدام دی. د تاریخي ابدي ساتل د هيواد تاریخ ژوندی ساتي. له ولسمشره هیله کوو چې دغه ډول ماڼیو ته پاملرنه وکړي او په هر ځاي کې چې وي باید جوړې شي."
ننګرهار کې د تاریخي ځایونو د بیارغیدو په برخه کې له دې وړاندې د غازي امان الله د مزار چارې بشپړې شوي او د فخر افغان باچا خان د مزار د رغیدو کارونه هم د واحدې عملیاتي ادارې تر څارنې لاندې د بنايي شرکت له لورې روان دي.