د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کورونا د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او لامل يې د ټولبند ماتېدل او طبي لارښوونو ته د خلکو نه پاملرنه یادوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکو د جون پر دویمه نېټه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې ولایت کې په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
دې مطبوعاتي کنفرانس ته د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصیر احمد دراني وویل:
"ننګرهار کې د کورونا واقعات زیات شوی. موږ ډېر زیات عامه پوهاوی وکړ. مګر بیا هم تر اوسه پورې خلک ټولې طبي لارښوونې په درست شکل سره نه عملي کوي او کورونا جدي نه نیسي. په زیاته کچه د طبي پرسونل په کورونا اخته کېدل، یوه بله جدي ستونزه ده. په تېرو دوه هفتو کې زموږ صحي کارکوونکي له ځنډ سره نه وو مخ کړي، البته زموږ په هغو پاتې کارمندانو باندې يې د کار فشار زیات کړی و. څومره چې د اوس لپاره ضرورت دی، هغومره مالي امکانات نه دولت لري نه يې وزارت لري او نه يې د ولایت په اختیار کې تر اوسه پورې ورکړي دي. همدا رنګه تهجزیاتو کمبود، د لاربراتوري موادو کموالی او د هغې خمتېدل او په وخت نه راوړل یوه بله جدي ستونزه ده."
دراني زیاتوي چې تر دې دمه په ننګرهار کې د کورونا ۱۹۹۵ مشکوکې نمونې کتل شوي چې ۷۵۱ يې مثبتې تثبیت شوي، شل تنه ترې مړه شوي دي.
دې مطبوعاتې کنفرانس ته د ننګرهار د کورونا سنټر مشر ډاکټر اسماعیل ستانکزي وویل، په یادو شویو ارقامو کې د ننګرهار په بېلابېلو روغتونونو کې ۱۷۷ تنه روغتياپالان هم شامل دي چې په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي:
"زموږ مسلکي ډاکټر چې په کورونا اخته شوي، په فاطمهّ زهرا روغتون کې ۴۰ نفره، په حوزوي روغتون کې ۸۶ تنه، په ای سي او کې ۱۷ نفره په محبس کې ۹ نفره او د ولسواليو په کلینیکونو ۲۰ نفره دي، چې ټول يې ۱۷۷ تنه کېږي چې په کورونا اخته دي او د ۴۰ ډاکټرانو نمونې تر څېړنې لاندې دي."
د روغتيا چارواکي وايي چې تر دا مهاله د ننګرهار په حوزوي روغتون کې نېږدې د کورونا ۳۱۵۰ نمونې کتل شوې چې ۱۹۹۵ يې د ننګرهار، ۸۵۰ د لغمان، ۳۰۰ د کونړ او تر پنځوسو پورې د نورستان ولایت کتل شوي او تر ۲۰۰ پورې لا هم تر څېړنې لاندې دي.