خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لارښوونې نورې سختوي

د پېښور یوه سبزي منډۍ

د ګل په ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې صوبايي حکومت به د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په هر ځای کې په احتیاطي تدبیرونو عمل یقیني کوي.

د صوبايي حکومت لخوا د راټول شويو مالوماتو ترمخه د تېرې جمعې له ورځې راهیسې په ټوله صوبه کې ضلعي ادارو لخوا په بازارونو او نور ولسي ځایونو کې د کورونا وایرس د مخنیوي په احتیاطي تدبیرونو د عمل نه کولو په سر پر سلګونو دکانونو، اتو بس اډو او د صنعتي پېداوار پر پنځلسو کارخانو جرمانې لګولې دي.

د بره دیر ضلعې د پولیسو مشر میا نصیب جان په دغه اړه مشال راډیو ته وويل چې د مول وهلو (ماسک) او په بازارونو او نورو ولسي ځایونو کې له یوه بله دوه ګزه واټڼ ساتل لازم دي او د کورونا وایرس مخنیوي په نورو احتیاطي تدبيرونو عمل اړين دی او پولیس د ضلعې د انتظامیې د چارواکو سره په بازارونو، د ګاډو او لاریو په اډو او په جوماتونو کې د احتیاطي تدبیرونو د عملي کولو هڅه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران


خو په بازارونو کې کار روزګار کوونکې خلک بیا وايي چې په ټولبند کې د نرمۍ وروستو دوی ډېر په ویره خپل کار روزګار کوي او د کورونا د مخنیوي په لړ کې حکومتي هدایات او تګ لاره واضحه نه ده. په دیر کې د یوه رېسټوران چلوونکی سجاد رحمان وايي د حکومت لخوا په جزوي لاکډاون کې د نرمۍ وروستو دوی د انتظامیې د هدایاتو په رڼا کې احتیاطي تدبیرونو سره خپل کارونه او روزګارونه پرانستي دي خو بیا هم دوی وخت په وخت له ستونزو سره مخامخېږي: ((دوه نیمې میاشتې خو مې رېسټوران بند وو او له اختره وروستو مې د حکومت د اجازت وروستو پرانستی دی خو اوس هم ډېر په ویره ترهه خپل کار روزګار کوومه، کله نا کله په بازار کې د ضلعي انتظامیې لخوا لوډ سپیکرو اعلان وشي چې دکانونه وتړئ، ځکه چې اعلا چارواکي د بازار دوره کوي، چرګان او غوښه مې پخه کړي وي او د هوټل د تړلو روستو راته هر سره داسي پاتي شي، که د کریانې دکان وتړل شي نو د هغه په دکان کې سودا نه خرابیږي نو په داسې حال کې زه په پخو خوړو څه وکړم؟))

بلخوا په خېبر پښتونخوا صوبه کې د امدادي هلو ځلو محکمې لخوا د ترتیب شوي یو راپور ترمخه په مجموعي ډول دېرش فیصده دکانداران د کورونا وایرس د مخنیوي په احتیاطي تدابیرو عمل کوي، او په بازارونو کې ګرځیدونکو خلکو کې یواځي پنځویشت فیصده خلک مولونه وهي (ماسکونه کاروي). دغه رنګ په جوماتونو کې تر دېرش فیصده په احتیاطي تدبیرونو عمل کیږي او د ګاډو د تګ راتګ په اډو کې په احتیاطي تدبیرونو تر ۲۵ فیصده عمل په نظر راځي.