د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په کابل کې له افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني سره کتلي او ورسره يې د سیمې په امنیت خبری کړي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت نن [جون پر نهمه] په خپله رسمي ټویټر پاڼه د جنرال باجوه او ډاکتر غني د ملاقات تصویر خپور کړی دی.
د ولسمشر غني له خوا په دوهم ځل د ولسمشر منتخبېدو پس دا د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي کابل ته لومړی سفر دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
کابل ته د پوځ مشر په دې یوه ورځني سفر کې ورسره د ای اېس ای مشر لیفټننټ فیض حامد او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملګري دي.
دا هم وګورئ: طالبان لا هم له القاعدې شبکې سره اړېکې لري: ملګري ملتونهله دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي ول.
پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ملاقات کې پر خپلمینځيو اړیکو، سیمه کې امنیت، د افغانستان سولې په پروسه او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوي دي.
خلیلزاد د جون پر اتمه په دوحه کې د افغان طالبانو له یو پلاوي سره هم کتلي ول.