ننګرهار کې د ویکسینو ساتلو اساسي مرکز جوړېږي

ننګرهار کې یو شمېر چارواکي د دې مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل پر مهال.

په ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د ویکسینو د ساتلو د اساسي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ننګرهار چارواکي وايي چې دا ودانۍ به د دوه سوه زرو امریکايي ډالرو په لګښت د یونسیف نړیوالې ادارې په مالي مرسته د یوه کال په موده کې جوړه شي.

د ویکسینو د ساتلو دې ودانۍ بنسټ ډبره د جلال اباد ښار د پخته ورګو ملي روغتون په انګړ کې د جون پر ۱۸مه نېټه کېښودل شوه.


د ودانۍ بنسټ د ډبرې ايښودو پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل رسنيو ته وویل: "نن د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره ايښودل کېږي. دلته به د ویکسینو ساتلو مرکز وي. دا تعمیر د دوه سوه زرو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي او د یونسیف نړیوالې ادارې لخوا تمویلېږي."

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نصیر احمد دراني وویل، په دې ودانې کې به د ویکسینو د ساتلو تر څنګ د عامې روغتيا کتلوي معافیت امریت لپاره هم خونې ځانګړې شي او یو هال به هم ولري چې ویکسیناتورانو ته به په کې ټریننګونه ورکول کېږي.
نوموړي وویل:"د معافیت په پروګرام کې د ویکسینو ساتل اساسي برخه ده. موږ مخکې د ویکسینو د ساتلو لپاره مناسب ځای نه درلوده. په حوزوي روغتون کې په یوه لویه خونه کې دا وسایل ځای په ځای شوي دي. هغه به هم دلته راانتقالېږي او په مناسب حرارت کې به ساتل کېږي. تر څنګ يې په دویم پوړ کې اداري خوني دي چې دلته د ویکسینو په برخه کې څومره کسان کار کوي، د هغوی لپاره دفترونه په نظر کې نیول شوي دي او یو ورسره يو لوی ټریننګ هال دی. هغه کسان چې د ویکسینو په برخه کې کار کوي، هغوی ته به په کې ټریننګونه ورکول کېږي او جلسې به په کې دایرېږي."

د ننکرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د پخته ورګو په ملي روغتون کې د درملو او غذايي موادو د کنټرول مرکز چې په درې جریبه ځمکه په دريو پوړونو کې د دوه سوه څلور میلیونو افغانيو په لګښت جوړېږي، ۴۴ خونې او اړوند ملحقات لري، د جوړېدو چارې يې نهايي شوي چې په نېږدې راتلوونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.