د ننګرهار چارواکو د کورونا لپاره له مرکز څخه د ورکړل شوې بودیجې په لګښتونو او د کورونا فنډ صندوق کمېتې له اړخه ناچارو کورنیو سره د مرستو په هکله د یوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولس ته حساب ورکړ او هغه رضاکار په ساینلیکونه ونازول شول چې د کورونا فنډ د مرستو په وېش کې يې همکاري کړې وه.
د ننګرهار چارواکو د جون پر ۲۴مه د ولایت مقام په انګړ کې د کورونا فنډ د لګښتونو او د کوورنا صندوق د کمېټې استازو د قرنطین په دوران کې ناچارو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو وېش په اړه د رسنیو پر وړاندې ولس ته وضاحت وړاندې کړ.
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د هغو یو سل او پنځوس میلیونو افغانیو په اړه چې له کوروناسره د مبارزې په برخه له مرکز څخه بودیجه ورکړل شوې وه، وضاحت ورکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:
"له کورونا سره د مبارزې په برخه کې یو نیم سل میلیونه افغانۍ له مرکز نه بودیجه راغلې وه. د کورونا مرکز يا تجرید مرکز لپاره په لومړي سر کې ۱۶۹۷۰۳۵۰ افغانیو په ارزښت د واحدې منبع له لورې د اړینو توکو اخیستو قرارداد وشو. د تجرید مرکز لپاره چې د بیا ځلې لپاره د اړینو توکو اړتیا وه، ۱۸۸۱۴۸۶۰ افغانيو په ارزښت توکي واخيستل شول. بل قرارداد د ۳۵۰۰ ناچارو کورنیو سره د مرستو په خاطر و چې مجموعه مقدار يې ۱۵۳۹۸۴۰ افغانۍ وه."
دی زیاتوي، پر دې سربېره له کورونا سره د مبارزې لپاره یو شمېر ادارو ته هم د څو میلیونو افغانيو په ارزښت اړین توکي اخيستل شوي اوله یو نیم سل ميلیونو افغانیو څخه تر دې مهاله څه باندې ۶۳ ميلیونه افغانۍ مصرف شوي، نورې يې د ولایت مقام سره دي چې د اړتيا پر مهال به ولګول شي.
پرمرکزي بوديجې سربېره له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په نوښت کورونا فنډ صندوق همپه دې موخه پرانستل شوی و چې د قرنطین له امله بې وزلې کورنۍ تغدیه کړي.
دا فنډ یوې کمېټې ته حواله شوې چې مشري يې ډاکټر ایمل ذکي کوله. نوموړي د دې فنډ د وېش په اړه وضاحت ورکړ:
" کورونا فنډ د مرستو صندوق سره ۳۷۰۴۲۵۵۸ افغانۍ مرستې شوې وې. د ۱۲۰ رضاکارو په کمک باندې دغه مرسته موږ ۹۵۳۷ کورنیو باندې وېشلي دي."
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د هغو بېلابېلو خیریه ټولنو یادونه هم وکړه چې په جلال اباد ښار سربېره يې په ولسواليو کې په زرګونه بې وزلیو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې.
نوموړي وویل:
"ننګرهار مېشتو تر یو نیم سل زرو کورنیو پورې مستقماً کمک کړی دی. دا پخپله یوه لویه برخه ده چې ولس او خلکو له خپلو ناچارو کورنیو سره کمک وکړ او حتی کامه يې موږ مثال راوړلی شوو چې ویل يې موږ له خپلو ناچارو سره پخپله مرسته کوو. دا هغه مثبت فرصتونه وو چې موږ د کورونا سره د مبارزې په برخه کې ترې استفاده وکړه. دا مبارزه ده چې کله فکري، فرهنګي او ټولنیز تغیر رامنځته شي، بیا ډېر اصلاحات پخپله رامنځته کېږي. زه د ټولو هغو رضاکارو مننه کوم چې په دې برخه کې يې کمک کړی دی."
د ننګرهار ولایت د بشري سرچینو رييس احمد ضیا عبدالزي د هغو زرګونو عدده کمپلو، توشکونو بالښتونو او نورو لوازماتو په اړه چې د تورخم قرنطین مرکز لپاره ولس مرسته کړې وه، معلومات ورکړل.
په پای کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هغه ۱۲۰ تنه رضارکار او د جلال اباد ښار د نهه ناحیو امرین په ستاینلیکونه ونازول چې د کورونا فنډ د مرستو په وېش کې يې همکاري کړې وه.