په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او سوله د امریکايي چارواکو ټینګار

ارشیف، کابل کې په یوه وسله‌واله حمله کې ټپي شوې مېرمن

امریکا وایي پر دې يې ټينګار کړی چې طالبان باید له دوی سره د شوې هوکړې په برخه کې ژمن پاتې شي.

‎د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي د طالبانو له مشرانو سره‌ يې په دې هم خبرې کړي چې د امریکا پرضد ګواښ پېښ نه‌کړي.

‎د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په خپله ټویټرپاڼه لیکلي له طالب مشرانو سره‌ یې، د وړمې ورځې په خبرو کې ټینګار کړی چې د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پلي کېدو ته ژمن پاتې شي او د امریکا پر ضد دې ګواښ نه‌پېښوي.

‎بل‌خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په خپله ټویټرپاڼه منځنۍ اسیا ته د سفر په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره‌یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.

هغه زیاته کړې: "‎‏یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ اسیا کې د سیمه‌ییزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی؛ یوه منځنۍ اسیا به چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي افغانستان سره په ګډه د سویله‌ییزې اسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، د سیمې او متحده ایالاتو په ګټه وي."

‎زلمي خیل‌زاد لیکلي چې په تاشکند کې د ازبکستان په مرکز کې یې د قرغزستان جمهوریت،. قزاقستان، تاجکستان او د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په سیمه کې پر پانګونې او ودې هم خبرې کړې دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره په کور دننه او بهر هڅې روانې دي.

‎د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي له طالبانو سره‌یې د خبرو اتر لپاره بشپړ چمتووالی نیولی.

‎د افغانستان د سولې چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۱» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم د مذاکراتو لپاره پوره چمتووالی لري، ټاکل شوې چې د مذاکراتو د پیل ځای قطر کې وي، خو بیا هم د خبرو اترو د پیل ځای، نېټې او نورو مسایلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ همغږۍ روانې دي."

‎تر دې دمه د سولې د هڅو پر ترڅ کې د افغان حکومت له لوري نږدې ۴،۰۰۰ او د طالبانو له لوري تر ۷۰۰ بندیان خوشې شوي دي.

‎طالبان بیا وایي دوی خپلو تعهداتو ته ژمن دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې امریکا د دوحې د هوکړې تر لاسلیک وروسته تر دې دمه په کمه کچه له دغه تړون سرغړونه کړې.

‎ښاغلی مجاهد وایي، دوی د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو لومړی باید د بندیانو د خوشې کېدو پروسه بشپړه شي.

ازاد شوي طالب بندیان

له دې سره د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وایي، تر کومه چې یو منځګړی ونه‌اوسي د بین‌الافغاني مذاکراتو ژر پیل به ستونزمن وي.

‎دی وايي: "روان مېکانیزم د بین‌الافغاني خبرو لپاره سم نه‌دی، تر کومه چې یو منځګړی ټیم رامنځته نه‌شي څنګه شونې ده چې دوه جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلې دې سره د سولې خبرو ته کېني؟ زموږ وړاندیز دا دی چې د ملګرو متلونو او افغان ولس یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې د دغې پروسې نه څارنه وکړي."

‎ښاغلی خیبر وایي، که داسې یو اقدام ترسره شي بین‌الافغاني مذاکرات به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي چې په خبره‌یې دا بیا د دایمي سولې لامل کېدای شي.