پاکستانیو امنیتي ځواکونو د کورمې پر څپریو پاټک د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ لار نیولې او له مخکې تلو یې راوګرځولو.
محسن داوړ نن له ځنو نورو پارلیماني غړیو سره د کورمې په مرغه چینه کې د نښتو پرمهال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د غمرازۍ لپاره روان وو.
د نوموړي سېکرېټري حکمت مشال ریډیو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د سهار له نهه نیمو بجو ایسار کړي ول او مخکې تلو ته یې نه پرېښول. نوموړی زیاتوي چې دوی په کورمه کې د هېڅ ولسي غونډې پلان نه درلود او یوازې فاتحې یې له تګ غوښت.
بل خوا انتظامیه وایي چې د امنیتي اندېښنو له کبله يې کرمې ته د محسن داوړ په ورتګ بندیز لګولی دی.
په کورمه کې د ابراهیمزو او بالیشخېلو وګړو له پاړه څمکنیو سره د ځمکې پرسر له تېرو پنځو ورځو راهیسې په نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دی. په سیمه کې پنجشنبه له ښکېلو غاړو سره تر ناستې پس اوربند شوی دی.
د ځمکو پرسر نښتې
له کورمې تر وزیرستانه پر شاملاتي ځمکو د قبیلو خپلمنځۍ نښتې رواني دي چې پښتون ژغورنه غورځنګ یې یو لوی سازش بولي.
د کورمې په مرغه چینه کې د ابراهیمزيو، بالیشخېلو او پاړه څمکنیو ترمنځ جګړه هله ونښته چې پر یوه لانجمنه ځمکه یوه فريق خېمې لټولې او مورچې یې جوړولې.
په کورمه کې د مرغه چینې سیمې په شان ډېر ځایونه داسې دي چې په لنډ وخت کې ورباندې د ملکیت او قبضو لپاره د مختلیفو قومونو او قبیلو ترمینځ جګړې شوې چې پکې سخت ځاني زیانونه ورته اوښتي دي.
په ۲۰۰۸ کال کې شییعه - سني مشرانو ترمینځ په مري کې د امن یوه لوظنامه لاسلیک شوې وه چې پکې هلته داسې ستونزو هواری په ځايي دود او د ځمکو اسنادو له مخې راویستلو خبره شوې خو تر اوسه پر دغه عمل نه دی شوی.
د کورمې په مرغه چینه، میرو کاسه، بالیشخېل، بوشارو او د شرکو نومونه خاص دي چې د ځمکو شخړی یې هوارول غواړي.
د روانې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه د پاړه چینار د جامع جومات خطیب او مذهبي مشر علامه شیخ فدا حسین په کورمه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، که حکومت پر وخت د کلونه دا پخوانۍ لانجه هواره کړې وای نو د قبیلو ترمنځ به وسله والې نښتې نه کېدای.
د حکومتي ځنډ شکایت پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم کوي. د دوی په وینا په قبايلي سيمو کې په لوی لاس د مځکې پر سر زړې کشالې راپورته کړل شوي او د قبيلو تر منځ شخړو ته لاره هوارېږي.
د غورځنګ ځېنو مخکښانو په چارشنبه مشال راډيو ته وويل چې دوی انتظاميې ته په وار وار د قبيلو ترمنځ د ځمکو پرسر د شخړو هوارولو غږ کړی خو هغوی سنجيدګي نه ښکاره کوي.
دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کولې چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اېپي او مدیخېلو ترمنځ د ځمکو پرسر لانجې راټوکېدلې دي.
د جون ۳۰مې نېټه په میرلي کې مدیخېلو او ایپی ولسونو پر یوه بل درنې وسلې وکارولې. چې پکې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي ول. که څه هم ترمنځ یې اوربند شوی خو دا لانجه تلپاتې هواری غواړي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو ځايي خلکو وویل چې د ضرب عضب عملیاتو پس په سیمه کې پوځ له ځايي ولسونو ټولې درنې او وړې وسلې راټولې کړې دي نو بیا څنګه ښکېلې غاړې پر یوه بل د درنو وسلو ډزې کوي.
دوی پر سرکار ږغ کړی چې هلته یې ټول امنیتي ځواکونه شتون لري نو پر دغه جګړو دې خاموشه نه پاتې کېږي.
که څه هم د پولیسو یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پولیس هلته موجود دی، د اتمانزو جرګه هم لګیا ده چې یوځل ډزبندي وشي نو ورسته به یې پر هوارولو ږغږېږي.
په قبایلي سیمو کې د نښتو لړۍ پر کورمه نه ختمېږي بلکې د جنوبي وزیرستان ګڼې قبیلې یې د بدامنۍ په لمن کې اخیستې دي.
هلته په خیساره کې سپېرکي او نانوخېل قبایل سره نښتي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي رحمت شاه په وینا دوی ته داسې ښکاري چې د دې ټولو قبیلوي نښتو تر شا یو لوی سازش روان دی.
له مشال راډیو سره په خبرو کې دی وايي، کله مسود ـ بېټڼی، کله وزیر ـ مسید، کله دوتاڼی ـ سلمانخېل خپلو کې له یوه بل سره په ټکر کې اچوي.
دی وايي، په سیمه کې پولیس شته خو اختیار نه لري، انتظامیې له چې ورشو نو هغوی وايي، جنګبندي د دوی نه بلکې د پولیس کار دی. نوموړي تور ولګاوه یو لوی سازش روان دی چې پښتانه ولسونه په خپلو کې سره واچوي او ځمکې ترې ونیسي.
دا یوازې رحمت شاه نه دی بلکې د پي ټي اېم عبدالله ننګیال هم د مسودو ـ بېټڼو کشاله د سرکار په جامه کې د ځینو کړیو سازش بولي. هغه په واڼه او کورمه کې د روانو نښتو غندنه وکړه.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان اېډیشنل ډپټي کمېشنر فهید الله وايي، دوی خو کله هم مسلې نه راپورته کوي بلکې د ولسونو ترمنځ پر امن ژوند باندې خوشاله وي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی د سپېرکي او نانوخېلو ترمنځ د کشالې ختمولو لپاره جرګې مرکې کړې او خلک یې له مورچو راکوز کړل او دواړه یې د حدبندۍ په ټاکلو راضي کړل. د مسودو او بېټڼیو ترمنځ هم جرګې رواني دي او روغې ته به خبرې یوسي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې بیا بیا د ځمکو پرسر کشالې جوړېږي چې لوی سبب یې د دوی ترمنځ د حدبندۍ نشتوالی دی.