پراګ - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د صحت لپاره قايمه کميټې په غونډه کې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لړکې پر حکومتي اقداماتو سختې نيوکې شوي.
دا غونډه د جولای پر درېیمه شوې وه.
په قايمه کميټۍ کې د مسلم ليګ (ن) ګوند غړی ډاکټر نثار احمد چيمه د جولای پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په هېواد کې د کورونا وايرس وبا خپرېدو راهیسې حکومتې رويه سنجيده نه وه،
نوموړي وايي، په ملک کې يو څو سوه کېسونه وو نو مکمل ټولبند يې اعلان کړ او اوس چې د مثبتو پېښو شمېر له دوو لکو زيات دي نو احتياطي ټولبند کوي.
د دوی په خبره له حکومت سره تګلاره نه شته.
نوموړی زياته کړه، موږ د وزير اعظم لپاره د صحت سلاکار ډاکټر ظفر مرزا ته وويل چې د حکومتي اقداماتو دا حال دي چې يو ورځې مخکې د پارلېمان يوه غړې پر کورونا اخته شوه نو د پارلېمانې غړیو استوګنې "پارليمنېټ لاجز" کې د هغې لپاره اکسېجن نه وو.
نوموړي زیاتوي، زه هغه ډسپېنسري ته بيا ورغلم او اوس د اکسيجن بندوبست نه وو. دلته د حکومتي ډسپېنسري دا حال دي نو په نورو ځايونو کې به د روغتونونو څه حال وي.
ډاکټر نثار چيمه دا هم وويل چې اييني چوکاټ کې دننه به حکومت په دې خبره مجبوروي چې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لپاره اقدامات وکړي.
د صحت په قايمه کې د پېپلز پارټۍ غړی مهېش کمار ملانې د جولای پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د کورونا وايرس ټيسټونه زيات کړي وې او اعلان کړي اېس او پيېز يعنې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لارښونې يې عملي کړي وې او ماسکونه "تمبوزک" يې لازمې ګرځولې وې، خو په دې ټولو کې ناکامه شوي دي.
دا هم وګورئ: د بشري حقونو فعالان له اروپايي ټولنې سره د پاکستان کړې ژمنې نه منيده زياته کړه، موږ به په قايمه کميټۍ کې حکومت دې خبره ته مجبورو چې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لپاره اقدامات عملي کړي.
د نوموړی په وینا، دا د ملک خبره ده. د هېواد لپاره بايد سياسي ګوندونه سياست پر ځای په ګډه کار وکړي.
چیمه وايي، موږ خپل کوښښ کاوو. زموږ څه غونډې پاتې دې او په دې هغې کې ټول اپوزشن ګوندونه پر دې موضوع به اواز پورته کوي.
د اپوزشن ګوندونو غړیو دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې په پاکستان کې د جولای تر څلورمې پورې له ۱۲۵۰۰۰ زيات کسان پر کورونا وايرس اخته شوي.
د حکومتې ويبپاڼې ترمخه د کورونا وايرس له کبله ۴۶۱۹ کسان مړه شوي خو له يو ۱۲۵۰۰۰ زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي.
دا هم وګورئ: پاکستان وايي خلک د بل ټولبند زغم نه لريپه قامي اسمبلۍ کې د صحت قايمه کميټۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړی ډاکټر محمد افضل خان د جولای پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت تر خپله وسه پورې ډېر زيات ښه اقدامات کړي دي او د اپوزشن ګوندونو ادعا ناسمې دي.
نوموړی زياته کړه، زموږ د صحت نظام وار له مخې د عامو حالاتو کنټرول کولو قابل نه وو. خو په دې بېړنې حالاتو کې په موثره توګه او په چټکتيا سره دا نظام سمبال کړي او بايد د حکومتې اقداماتو ستاينه وشي.
نوموړی زیاتوي، د کوويډ ۱۹ ناورغۍ لړ کې پاکستان کې ښه حالات دي.
نوموړی دا هم وویل، له زموږ سره په روغتونونو کې بسترې خالي پرتي دي. زموږ سره وېنټېلټر چې مخکې د نېشت برابر وو اوس موجود دي.
د نوموړي په وینا، له کوويډ سره تړلې ټول مو اقدامات کړي دي.
د حکومتې غړی په خبره له تېرو څو ورځو راهیسې د کورونا وايرس مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راغلي دي.
خو د حکومتې ويبپاڼې ترمخه د جون له ۲۰مې تر ۳۰مې پورې هر ورځ تر څلورو زرو پورې د کورونا وايرس مثبتې پېښي ثبت شوي.
د ويبپاڼې د چارټونو ترمخه د مارچ مياشت پرتله په جون مياشت کې د کورونا وايرس تر ټولو زيات کيسونه مخې ته راغلي دي.
په دې کې تر ټولو زيات ۹۰،۰۰۰ کيسونه په سېند صوبه، ۸۰۰۰۰۰ په پنجاب، خيبر پښتونخوا کې ۲۷۰۰۰۰ او بلوچستان کې له ۱۰ زرو زيات کسان پر کورونا وايرس اخته شوي.