وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د هېواد کاروبار يې د اروپايي ټولنې له خوا د 'جي اېس پي پلس' تر پروګرام لاندې ګټه کړې ده او دا چې تر لوظنامې لاندې به په پاکستان کې د بشري حقونو دفاع ته ژمن پاتې کیږي. بل خوا د بشري حقونو ځنې دفاع کوونکي وايي چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې ډېرې شوي دي او د حقونو د دفاع لپاره جوړې ادارې د بدانتظامۍ او مالي ستونځو ښکار دي.
عمران خان وايي، پاکستان به له اروپايي ټولنې سره تر کړې لوظنامې لاندې د بشري حقونو دفاع ته ژمن وي، چې پکې د ښځو وراثت حق، له ماشومانو د جبري مشقت اخېستو مخنیوي، د نرښخيانو مرسته او خبریالانو د تحفظ قوانین به عملي کوي.
جنرلایزډ سیسټم په اف پرېفرېنسېز (جي اېس پي/ Generalized system of Preferences) د اروپايي ټولنې یوه داسې پروژه ده چې په مټ یې په اقتصادي کچه کمزوري هېوادونه خپل مالونه په اسانو شرطونو د اروپا منډیو ته د وړلو اجازه لري. اروپايي ټولنې د پاکستان لپاره د جي اېس پي پلس حیثیت روان کال د مارچ په میاشت کې د نورو دوو کلونو لپاره غځولی دی او تر دې پروژې لاندې له پاکستانيو برامداتو محصول نه اخستل کېږي.
وزیراعظم عمران خان د مې په ۱۳ مه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې پاکستان به تر لوظنامې لاندې د بشري حقونو دفاع ته ژمن پاتې کېږي. نوموړي زیاته کړی چې ښځو ته په وراثت کې د حق لپاره يي یو قانون جوړ کړی او له ماشومانو د جبري مشقت د مخنیوي، خواجه سراو د مرستې او خبریالانو د تحفظ قوانین به عملي کوي.
اروپايي ټولنه له پاکستان سره مرستې په داسې حال کې کوي چې د کورونا وبا له خپرېدو سره د دغه هیواد اقتصادي ستونځې لا پېچلې شوي دي. د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي ټولنې استازي جوزیف بوریل فونټیلس د مې پر ۱۴ مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د بشري حقونو، چاپېریال د تحفظ او ښه حکومتدارۍ په اړه د وزیراعظم عمران خان ژمنې مهمې دي.
په دغه اړه بېګاه په پنجشنبه/زیارت له مشال راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو لپاره د قامي اسمبلۍ د سټېنډینګ کمیټۍ غړي محسن داوړ وویل چې د وزیراعظم بیان په داسې مهال مخې ته راغلې چې په پاکستان کې د بشري حقونو نه سرغړونې لا ډېرې شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د حقونو د دفاع لپاره د نړیوالو قوانینو سره سره ملکي قوانین هم شته خو عملي کیږي نه. داوړ وویل د ریاست ټولې اداری د پوځ او امنیتي ادارو په ولکه کې دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو نه سرغړونې لا ډېرې شوي دي. دلته د حقونو د دفاع لپاره د نړیوالو قوانینو سره سره ملکي قوانین هم شته خو عملي کیږي نه. د ریاست ټولې اداری د پوځ او امنیتي ادارو په ولکه کې دي.محسن داوړ
حکومت ادعا کوي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د دفاع لپاره يي قامي کمیشنونه جوړ کړي دي او د لږکیو حقونو خوندي کولو لپاره هم په قانون سازۍ کار کوي خو داوېر ګرل یا اګاه نجلۍ په نوم د ښځو حقونو ژغورنې اداری مشره ګلالۍ اسماعیل وايي چې پاکستان د بشري حقونو په اړه د تاریخ تر یوې تورې دورې تېرېږي. هغه وایي په میډیا او دبیان په ازادۍ بندیزونه دي او د خلکو د لادرکه کیدو لړۍ له ولاړه نه ده.
ګلالۍ زیاته کړه چې حکومت د بشري حقونو د دفاع اداری له پاکستانه شړلي دي او نوو ادارو ته د کار اجازه نه ورکوي.
بل خوا په اسلام اباد کې د حقونو یو فعال ارشد محمود وایي چې تر لوظنامې لاندې پاکستان پابند دی چې د حقونو په اړه نړیوالې لوظنامې لاسلیک او عملي کړي. نوموړي زیاته کړه په دغه اړه څه ادارې جوړی شوي دي ، خو ددغه ادارو پیاوړتیا لپاره پوره مالي پانګې نه دي ورکړل شوې.
د بریتانیا د کیمبرج پوهنتون یو څیړنکاره او د حقونو فعاله زینیا رسول وایي چې د بشري حقونو د تحفظ په اړه د وزیراعظم څرګندونې تشې ادعاوي دي او باید اروپايي ټولنه د مرستو سره سره په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعې څار هم وکړي. نوموړی زیاتوي چې کله د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عارف وزیر ووژل شو نو په اړه يي په میډیا یو راپور هم خپور نشو او سیاستمداران او حکومتي چارواکي هم چوپه خوله پاتې شو.
د پاکستان حکومت په بیا بیا په هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب ژمنې کړې دي. د بشري حقونو چارو وزیر شیرین مزاري یې پروسږ کال په قامي اسمبلۍ کې او د روان کال په اوږدو کې څو ځلې د حقونو خوندیتوب لپاره د اقداماتو ذکر کړی دی. له دې علاوه په قامي اسمبلۍ، سېنېټ او په صوبايي اسمبلیو کې یې هم د حقونو دفاع، خوندیتوب او د سرغړونو په صورت کې د سزاګانو پر بېلا بېلو قانوني مسودو بحث او کار روان دی چې د وفاقي حکومت په وینا، د ژر منظورۍ هڅې یې کوي.
د فېسبوک تبصرې