پاړه چنار کې په چاودنه کې ۱۵ کسان ژوبل شوي

د جولای پر ۲۳مه د کورمې په پاړه چنار کې چاودنه شوې چې پکې لږ تر لږه ۱۵ کسان ژوبل شوي دي.

د پاړه چنار سرکاري روغتون مشر ډاکتر ممتاز علي شاه مشال راډيو ته وویل، په ژوبلو کې د ځینو حالت ښه نه دی.

چارواکي وايي، پېښه شاوخوا څلور بجې په توري مارکېټ کې شوې.

تر چاودنې وروسته په سیمه کې خلکو مظاهره پیل کړه.

امنیتي سرتېرو تر چاودنې وروسته سیمه کلابنده کړه.

یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته یې د نوم نه ښودو په شرط وویل، له لومړنیو معلوماتو سره سم دا د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه.

دی وايي، بارود د سبزیو په یوه رېړه کې ایښي ول.

د سیمې اوسېدونکي وايي، تر چاودنې وروسته د سیمې ځینو اوسېدونکو د پاړه چنار خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره پیل کړه او هلته یې پر امنیتي سرتېرو کاڼي ورولي او ځینو سرکاري ودانیو ته یې زیان رسولی.

د سیمې د خلکو په وینا، مظاهره کوونکو څارګرو کیمرو ته تاوان رسولی دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.