پېښور: د خېبر پښتونخوا د اوړو د ملونو مالکانو د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې په یو احتجاجي لاریون کې له صوبايي حکومته غوښتنه کړې چې د ملونو لپاره دې په ټول هېواد کې یو ډول تګلاره جوړه کړل شي او په خېبر پښتونخوا کې دې د اوړو ملونو ته د پنجاب په شان د زیاتو غنمو ورکولو انتظام وکړل شي.
له احتجاجي مظاهرې وروسته د اوړو د ملونو اتحاديې مشر محمد اقبال مشال راډیو ته وويل چې دوی ته له سرکاري برخې څخه غنم په ګران نرخ ورکول کېږي خو د ارزانو اوړو د ۲۰ کلو تروړې لپاره یې سرکاري نرخ د پنجاب صوبې برابر ټاکلی دی.
نوموړي زياته کړه چې په خېبر پښتونخوا کې هغوی د سپینو اوړو د غنمو د اوړه کولو اجازه نه لري چې له کبله يې په خېبر پښتونخوا کې د پنجاب د سپینو اوړو د ۲۰ کيلو تروړې نرخ تر ۱۲۰۰ روپيو هم زیات شوی دی.
"موږ ته دې هم د سپینو اوړو او د مېدې د جوړولو اجاره راکړل شي او موږ ته دې هغه ډول اجازت نامه راکړل شي چې په پنجاب کی د ملونو مالکانو ته ورکړل شوې ده. موږ ته دې هم په هغه نرخ غنم راکړي چې د پنجاب ملونو ته ورکول کېږي. دا ډول امتیازي سلوک زموږ د ملونو پر ضد یو سازش دی او زموږ معاشي قتل دی."
د احتجاجي لاریون پرمحال د چارسده روډ د اوړو د یو مل مالک ګل سېف جان مشال راډیو ته وويل چې صوبايي حکومت د خېبر پښتونخوا صوبې د ولس لپاره په د ۸۶۰ روپيو د ۲۰ کلو تروړې په حساب د ارزان بیعه غنمو د اوړه کولو کومه برخه ټاکلې، هغه د پښتونخوا د ابادۍ په حساب ډېره کمه ده.
"د سرکاري غنمو د کوټې (برخې) ترمخه مخصوص ملونو ته ۶۰ بوجۍ غنم ورکول کېږي او موږ ته د مل د یو شفټ چلولو لپاره د ۸۰۰ بوجيو ضرورت دی، نو په دې وجه په ملونو کې کارکوونکي مزدوران فارغ ناست وي او د هغوي د بېروزګاره کېدلو اندېښنه ده."
د اوړو د ملونو د مالکانو د دې ستونزو او غوښتنو په اړه مو د خوراک صوبايي وزیر قلندر خان لودي ته د جولای پر ۲۴مه په بېلا بېلو وختونو کې ټليفون وکړ خو پورته يې نکړ. وروسته يې مرستيال ټليفون پورته کړ خو وې ويل چې لودي مصروف دی.
له دې وروسته د خېبر پښتونخوا د خوراک په څانګه کې یو چارواکي د دفتري حساسيتونو له کبله د نوم نه څرګندولو او غږ نه ریکارډولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی د اوړو د ملونو د ستونزو هوارولو لپاره د پاکستان له وفاقي حکومت سره په رابطه کې دي او هڅه کوي چې تر ممکنه حده پورې د اوړو د ملونو دا ستونزې حل کړي.
د اوړو د ملونو مالکان وايي که چېري د دوی دا ستونزې پر وخت حل نه شوې نو د خېبر پښتونخوا د اوړو ملونه به هم له زیان سره مخامخ شي او په زرګونه مزدوران به بېروزګاره شي.