د پښتو فلمونو د تاریخ په اړه یو مستند کتاب د ۲۰۲۰ز کال د جولای په اخره کې په پېښور کې چاپ شوی.
د پښتو فلمونو په اړه دا لومړنی لوی کتاب (پښتو فلمونه، تاریخ، تحقیق او تنقید) نومېږي او لیکوال یې حاجي محمد اسلم خان دی چې د نوښار د ډاګ بهسود سیمې سره تعلق لري او تر دې وړاندې یې هم د زړو سندرغاړو سندرې او مقبرې لټولي او څېړنې یې پرې کړې دي.
نوموړي مشال راډیو ته وویل، د ۸۰۰ صفحو په دې لوی مجلد کتاب کې یې د پښتو فلمونو، فلمي ستورو، سېنېماګانو او فلمي دنیا سره د تړلو خبرو د موندلو لپاره یې څو کاله محنت کړی او په شخصي لګښت یې دا کتاب چاپ کړی دی.
د کتاب لیکوال وايي، د پښتو فلمي صنعت سره تړلې ټولې څانګې یې څېړلې او په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي:
"په دې کتاب کې د فلمونو په اړه، د فلمونو د اداکارانو په اړه، د ډایرکټرانو په اړه او د سېنېماګانو په اړه مستند مواد مې راټول کړي دي."
حاجي اسلم خان وايي، تر اوسه ۱۵۶۶ پښتو فلمونه جوړ شوي چې لومړی هغه یې یوسف خان شېربانو ګڼل کېږي کوم چې د ۱۹۷۰ کال په ډېسېمبر کې خپور شوی و، خو د نوموړي په وینا تر دې نېټې پوره ۳۰ کاله وړاندې، په کال ۱۹۴۱ کې چې لا پاکستان جوړ هم نه و، د لیلا مجنون په نوم یو بل پښتو فلم هم جوړ شوی و. ډېر خلک دا ګڼي چې د حمزه شینواري لیکلی هغه فلم نه و خپور شوی، خو اسلم خان وايي، د هغه څېړنه ښايي چې دا خبره سمه نه ده:
"ډېر خلک فکر کوي چې ګینې لیلا مجنون فلم خپور شوی نه و، خو دا خبره سمه نه ده، ما له ګڼو داسې کسانو سره خبرې کړي چې هغوی دا فلم په سېنېماګانو کتلی دی. لیکوال او شاعر غازي سیال هم راته ویلي وو چې دا فلم یې په سېنېما لیدلی او پخپله حمزه بابا هم په خپل کتاب نقش حیات کې د دې خبرې ذکر کړی دی."
نوموړی وايي، د پاکستان له جوړېدو وړاندې په پېښور کې د ایمپیریل په نوم یوه سېنېما وه چې بیا وروسته د ناولټۍ په نوم یادېده او اوس ړنګه شوې، هلته دا فلم ریلیز شوی و او همدا رنګه په فردوس سېنېما کې هم کال په کال به دا فلم ښودل کېدو.
حاجي اسلم خان وايي، تر دې چې د بنو د سیمې پېژندل شوي شاعر او لیکوال ارواښاد غازي سیال خو ورته دا هم ویلي وو چې د لیلا مجنون فلم د پېښور ترڅنګ په بنو کې هم په سېنېما نندارې ته وړاندې شوی و.
په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د اردو او پنجابي فلمونو د تاریخ په اړه یو کتاب لیکوال اعجاز ګل خپور کړی و چې A Journey Throgh Lense Pakistani Cinema نومېدو.
نوموړي هغه مهال د مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، کېدای شي، په راتلونکې کې د پښتو فلمونو پر تاریخ هم کار وکړي، خو هغه تر اوسه په خپل هوډ بریالی شوی نه دی.
نوموړي اوس مشال راډیو ته وویل، د پښتو فلمونو د تاریخ په اړه په دې نوي کتاب خوشاله دی او ګټور یې ګڼي.
«تاسو چې د پښتو فلمونو په اړه د کوم کتاب خبره کوئ، هغه مالیدلی دی. دا ډېر ښه کتاب دی او یوه ښه هڅه ده. دا کتاب په دې هم ښه دی چې د پښتو فلمونو په اړه ډېره څېړنه تر اوسه نه ده شوې، نو د دې کتاب خپرېدل یوه لویه هڅه بولم.»
د پاکستاني فلمونو دغه څېړونکی دا هم وايي چې که د پښتو فلمونو په اړه یاد کتاب اردو ژبې ته هم ترجمه شو نو دا به په قامي کچه د فلم په اړه د معلوماتو غوښتونکو او مینه والو ته یو لوی زېری وي.
د پښتو فلمونو د تاریخ په اړه د دې چاپ شوي کتاب لیکوال او راټولوونکی محمد اسلم خان وايي، سره د دې چې د یو شوق له مخې یې دا کار وکړ، خو د کتاب لپاره مواد راټولول اسان کار نه و، هغه وايي ډېرې ستړې یې ګاللې دې.
"ما د دې کتاب لپاره څو کلونه وخت په څېړنه لګولی، لاهور، ملاکنډ او نورو سیمو ته مې بار بار سفرونه کړي او د فلمي ستورو لټون مې کړی دی. دا اسانه کار نه و، څوک به خبرو ته نه رضا کېدل او ویل به یې ما ته دا کار څه ګټه لري؟ د دې کتاب په چاپ او څېړنه ما لس لاکه روپۍ لګولي دي."
اوس چې کتاب چاپ شوی او خلک که وغواړي نو په پاکستان کې یې یو جلد په ۱۰۰۰ پاکستاني روپیو ترلاسه کولی شي، اسلم خان پښتنو ته جولۍ غوړوي چې دا کتاب دې ترې په پیسو واخلي، ځکه چې ډېر وخت او ډېره سرمایه یې پرې لګولې ده.
خو دلته ستونزه دا ده چې د پښتو د فلمونو په شان د پښتو کتابونه هم هغه شان مارکیټ نه لري لکه څنګه چې پکار وي.
د پښتو فلمونو پر تاریخ لیکوال صابر شاه صابر هم کار کړی دی. هغه وايي، د حاجي اسلم خان کار د ستایلو دی خو باور یې نه شي چې په کتاب لګول شوې پیسې به بیا ترلاسه کړي:
"اسلم حاجي تکړه سړی دی، زما ملګری دی او یو ناویاته کار یې کړی دی، خو درېغه چې پښتانه د دې کتاب په قدر پوه شي او په پیسو یې واخلي. دلته خلک په مبایل ۵۰ زره او په څپلیو اته زره روپۍ ورکوي خو په کتاب څوک ۸۰ روپۍ هم نه ورکوي."
د اردو فلمونو د تاریخ لیکوال اعجاز ګل وايي، دا یواځې د پښتو کتابونو بازار نه دی چې پیکه او سوړ دی، هغه وايي، په اردو ژبه لیکل شوي "ورته اثار" هم بازار نه لري.
«تاسو یې په یاد ولرئ، دا ډېرې ترخې خبرې دي، اوس د کتاب لوستل خلکو ته مزه نه ورکوي، خلک کتابونه نه اخلي او نه یې لولي، ما چې خپل څو کتابونه چاپ کړي، هغه خرڅ نه شول، بیا مې نیشنل بک فاونډیشن ته وسپارل چې په خپلو کتابتونونو کې یې کېږدي. خو که دا ډول څیړنیز کتابونه د کومې ادارې لخوا سپانسر شي نو بیا یو څه کېدای شي، کنه په شخصي توګه خو ګرانه ده.»
خو د پښتو فلمونو د تاریخ په اړه د لیکل شوي کتاب لیکوال حاجي اسلم خان وايي، له خپل ولسه ناهېلی نه دی. هغه وايي، باور لري چې کتاب به یې خرڅېږي او خوبونه به یې رښتیا کېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.