په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ولسي خلکو ترڅنګ تجاران، سیاستوال او د ژوند د نورو طبقو سره تړلي کسان د بجلۍ د لوډشيډنګ له لاسه سر ټکوي.
د سوات د ژبڼ کلي یوه اوسیدونکې وایي په کلي کې یې په ګېنټو ګېنټو بجلي نه وي. د خیبر پښتونخوا په زیاترو سیمو کې نن سبا که یو خوا موسم ګرم دی نو بلخوا خلک وایي په صوبه کې غیر اعلانیه لوډشېډېنګ هم زیات شوی دې.
د پاړه چنار د تاجرانو د اتحادیې مشر حاجي روف حسین مشال راډیو ته وایي، لوډشیډېنګ د خلکو روزګار هم متاثره کړی دی:
"هغه خلک چې د بجلۍ د سامانونو کاروبار کوي، او یا یې د نورو شیانو دوکانونه دي، د بجلۍ د نیشتوالي له وجې یې کاروبارونه خراب شوي دي."
د قبایلي ضلعو اوسیدونکي وایي اوس د هغوی سیمې د خیبر پښتونخوا برخه جوړ شوي دي خو د بجلۍ د نیشتوالي او یا د کم وولټېج مسله یې د پخوا غوندې ده.
بلخوا د پېښور د برېښنا ادارې پېسکو یو کارکونکي طفېل خان د اګست پر اتمه مشال راډیو ته ووبل، د کومو سیمو خلک چې د بجلۍ بلونه نه ورکوي هلته لوډشېډنګ هم ډېر وي:
"په جمرود او یا د پېښور په کومو سیمو کې چې وولټېج کم دې یا لوډشېنګ وي دا ځکه چې خلک بلونه نه ورکوي."
خو د مردان یو اوسېدونکی عارف خان وایي، خلک بلونه ورکوي خو بیا هم لوډشېنګ زیات کیږي:
"په مردان کې وولټېج د ۱۴۰ ته کم شوی دی چې له وجې یې د خلکو د بجلۍ سامانونه خاص کر فریجونه سوزیږي، بجلي دومره کمه ده چې د چت پکی هم سم نه شي چلولی، او بیلونه زیات راځي."
د مومندو ضلعې، د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار مومند د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پر مومند ډېم کار روان دی او ورسک ډېم ۲۴۰ مېګاواټه بجلي پېدا کوي، خو د دغه ډېم په نږدو کلیو کې د ورځې تر ۱۵ ساعتونو پورې بجلي نه وي:
"په مومندو کې یو خو دا ظلم دی چې موږه دوه ډېمه لرو خو بجلي مو د نیشت برابره ده. زما په علاقه کې یو مومند ډېم دی چې کار پرې روان دی او ۸۴۰ مېګاواټه بجلي به پېدا کوي او بل د ورسک ډېم، خو د ورسک ډېم سره په یو نږدې کلي کې بجلي نشته."
له ډېره اسماعیل خان نه د پاکستان پیپلز ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي احمد کنډي د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا د بجلۍ ضرورت تر ۲۷۰۰ مېګاواټو پورې دی او دغه صوبه د ۶۰۰۰ مېګاواټو نه زیاته بجلي پېدا کوي خو بیا هم په صوبه کې غېر اعلانیه لوډشېډېنګ کیږي:
"ما په اسمبلۍ کې هم پر دې مسله خبرې کړي دي. زموږ موجوده ابادي درې نیم کروړه ده، د صوبې د بجلۍ ضرورت د ۲۵۰۰ نه تر ۲۷۰۰ مېګاواټو پورې دې، او دا صوبه تر ۶۵۰۰ مېګاواټو پورې بجلي پېدا کوي، خو بیا هم لوډشېډنګ وي. باید وفاق په دې صوبه کې لوډشېډنګ ختم کړي، ځکه چې موږ وفاق ته تر ټولو زیاته او ارزانه بجلي ورکوو."
له پېښور نه د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي فضل الاهي د اګست پراتمه مشال راډیو ته وویل، حکومت یې کوشش کوي چې د صوبې د ولس د بجلۍ مسله هواره کړي:
"په دې اړه مو کار روان کړی او تمه ده چې لوډشېډېنګ زر کنټرول کړو."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د نړېوال بنک د یو راپور ترمخه، تربېله ډېم چې د پاکستان تر ټولو لوی ډېم دې ۴،۸۸۸ مېګاواټه بجلي پېدا کوي او پر دغه ډېم د یوې نوې پروژې د مکملېدو وروسته به يې پېداوار نږدې ۶،۳۰۰ مېګاواټه بجلۍ ته ورسېږي.