شانګلې او بونېر ترمينځ ټرافيکي پېښه کې اووه کسان وژل شوي

ځايي چارواکي وايي، مړي او ټپیان يې له کندي رااېستلی دي

د خيبرپښتونخوا د بونېر او شانګلې ترمنيځ ټرافيکي پېښه کې لږ ترلږه اووه کسان وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي.

د بونېر اسسټېنټ کمشنر لطيف الرحمن مشال راډيو ته وويل، د اګست پر ۱۸ مه له مساپرو ډګ ډاټسن له بونېره شانګلې ته په لار وو چې د چلندری سره کې کندې ته پرېووت.

نوموړي زياته کړه چې مړي او زخميان له کندي رااېستل شوي دي.

د بونير ډپټي کمشنر دفتر مشال راډيو ته ويلي چې د ده په وينا، مړي يې خپلو سيمو ته رسولي او زخميان يې د بونېر ډګر او ديوانه بابا روغتونونو ته وړي دي.

په زخميانو کې اووه ماشومان دي.

د دوی په خبره، په وژل شويو کې پینځه ښځې او دوه نارينه دي او په ټپیانو کې اووه ماشومان دي.

د دفتر په وينا، د درې کسانو حالت نازک دی چې د نور علاج لپاره پېښور ته وړل شوي دي. د مړيو تعلق له شانګلې او بونېر سره دی.

د پېښې وجه مالومه نه ده خو دا غريزه سيمه ده چې لارې يې تنګې دي او ځينې خلک وايي چې د ګاډی مالکان تر ګنجایش زياتې سپرلې وړي.