اورکزی - د خيبرپښتونخوا په اورکزو کې د سکرو کان چاودنه کې د مړيو شمېر درېو ته رسېدلی دی.
د چارواکيو په وينا، پېښه په ډولي سيمه کې د اګست پر ۲۲ مه نېټه شوې ده.
د ضلعې پوليسو مشر نثار احمد خان د اګست پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په چاودنه کې يو کس وژل شوی او ۱۱ ټپیان ول چې دوی ټول مليشا ځواکونو د کولې له کان څخه را اېستلي دي.
دا هم وګورئ: شانګله کې د سکرو کانکیندونکو د نه خوړولو احتجاجد نوموړي په وينا، زخميان د کوهاټ هسپتال ته رسول شوي چې پکې دوو نورو کسانو د اګست پر ۲۳ مه نېټه ساه ورکړه.
د پېښې زیاتره قربانيان د شانګلې اوسېدونکي دي.
ډولي سيمه کوهاټ ته نږدې پرته ده چې پکې د سکرو شاوخوا ۲۰۰ کانونه دي.
د شمېرو له مخې په دې کانونو کې نږدې ۵۰۰۰ مزدوران کار کوي چې پکې د زیاترو تړاو له سوات او شانګلې سره دی.
داسې پېښې د بلوچستان په کوټه ، هرنايي او دوکۍ ضلعو کې هم رامنځ ته کېږي چې زیاتره پکې د خیبر پښتونخوا د سوات او شانګلې اوسېدونکي کار کوي.