طالبانو د افغان حکومت هغه خبره رد کړې ده چې ګواکې راتلونکې اوونۍ به د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.
د طالبانو مشر مرکچي محمد عباس ستانکزي د اګست پر ۲۷مه ناوخته رویټرز خبري اژانس ته په یو بیان کې ویلي چې د سېپټمبر په پیل کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ خبرې اترې نه دي پلان شوې.
دا له هغه وروسته ده چې د افغانسان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د اګست پر ۲۷مه وویل، د افغانانو خپلمنځيۍ خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.
نوموړي د اګست پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دې کې به د طالبانو او افغان حکومت دواړو استازي شریک وي.
د ده په وینا، د افغان حکومت ډله له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره پوره تیاره ده.
طالبانو د اګست پر ۲۶مه ویلي وو چې د افغانانو خپلمنځي خبرو او له امریکا سره د نورو مزاکراتو لپاره یې ۲۰ غړي لرونکې ډله جوړه کړې ده.
محمد عباس ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې دی به د دې نوې ډلې مشري کوي او دنده به یې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره ځای او ایجنډا ټاکل وي.
بلخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل پر وړاندې ډېری خنډونه لیرې شوي او د حل لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
محمد حنیف اتمر په یوه بحث کې چې د امریکا سولې انسټټیوټ په کوربه توب جوړ شوی وو او په ژوندۍ بڼه د دغه انسټټیوټ پر ټویټر خپرېده، د سولې خبرو پیل او پاته زندانیانو ته په اشارې وویل: "البته هغه شرایط چې لویې جرګې ایښي وو، موږ پوهېږو چې ټوله یې د خبرو په پیلېدو سره نه پوره کېږي، خو موږ هوډ لرو چې هغه شرایط د خبرو په ترڅ کې پوره شي. یوه اساسي موضوع دا ده چې د طالب بندیانو د وروستۍ ډلې په خوشې کېدو سره د راتلونکې اوونۍ تر پایه به د خوشې شویو طالبانو شمېر ۵،۶۰۰ ته ورسېږي. طالبان باید د جګړو ډګر ته د دغو طالبانو د بیا نه ورتلو په اړه د خپلو ژمنو درناوی وکړي. دا یو لوی شمېر دی او خطرناکه کسان دي."
د افغانستان مشورتي لویه جرګه د اګست پر شپږمه پیل شوه او پر نهمه د پرېکړه لیک له خپرولو سره پای ته ورسېده چې پکې د بندیانو خوشې کولو په ګډون پر طالبانو هم غږ شوی چې بې له کومې پلمې دې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.
تر هغه وروسته د افغانستان ولسمشر د یادو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو ۸۰ تنه طالب بندیان خوشې او ۳۲۰ نور یې په زندان کې پاتې شول.
یو شمېر لوېدیځو هېوادونو لکه فرانسې د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت وکړ.
فرانسې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د پاریس په خبره د فرانسوي وګړو په وژلو کې لاس لري.
اتمر په د اکست پر ۲۷مه په خبرو کې د کوم هېواد نوم یاد نهکړ، خو ویېویل چې د افغانستان یو شمېر نړیوال متحدین د طالبانو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري او په عین وخت کې د ده په وینا هغه هېوادونه د سولې بیه او اهمیت هم درکولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۲۶مه د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې.
د پاکستان وزيراعظم دفتر خبرپاڼه ليکي چې دواړو مشرانو له يو بل سره پر ټېلېفون خبرې وکړې او د افغان سولې پر ارزښت يې ټينګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې عمران خان وويل چې پاکستان د سولې بين الافغاني مذاکراتو ژر پيلېدو ته سترګې په لار دی.
عمران خان پر دې مهال زياته کړه چې پاکستان به په افغان سولې بهير کې خپلې همکرۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي پردې مهال زياته کړه چې هغه مخکې هم په دې باور و چې افغان شخړه پوځي حل نه لري. خبرپاڼه د عمران خان له خولې ليکي چې افغان مشران بايد د سولې له دې تاريخي فرصته ګټه پورته کړي.
په عين حال کې ډاکټر عبدالله هم پر خپله ټويټر پاڼه له پاکستاني وزيراعظم سره د ټېليفوني مکالمې ذکر کړی او په افغان سولې بهير کې يې د پاکستان ملاتړ ستايلی دی.
نوموړي ليکلي چې له عمران خان سره يې د ټليفوني خبرو پر مهال خپل هوډ تکرار کړ چې په تشدد کې کموالی او د سولې بين الافغاني مذاکرات باعزته او پايښت لرونکې سولې ته لاره هوارهولای شي.
د ټليفوني خبرو مهال عمران خان عبدالله ته د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر په حيث مبارکي ورکړه او يو ځل بيا يې هغه ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.
ډاکټر عبدالله د عمران خان له بلنې مننه کړې او پر ټويټر يې ليکلي چې هغه به په نيږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي.
تر دې مخکې د طالبانو له سیاسي پلاوي د پاکستان وروستي کوربه توب په اړه د افغان چارواکو تُندې نیوکې روانې ول.
دا ځل د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لیکلي چې پاکستان د "ترهګرو طالبانو" کوربه توب وکړ، هغه هم تر دې وروسته چې پر دې ډلې یې بندیزونه اعلان کړل.
صالح د اګست پر ۲۵مه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د طالب پلاوي د ناستې عکس په خپرولو لیکلي چې "له ترهګرو طالبانو د پاکستان حکومت په زړه کې کوربه توب شوی، هغه هم یو ورځ وروسته تر دې چې اسلام اباد پر هغوی بندیزونه اعلان کړل."
له بندیزونو وروسته پاکستان ته د طالب پلاوي سفر
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چوهدري ډان ورځپاڼې ته ویلي ول چې دا قانوني خبرتیا د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۱۸مه خپره شوې وه.
د ده په وینا، په وار له مخه اعلان شویو بندیزونو کې بدلون نه دی شوی بلکې د دې قانوني خبرتیا هدف یوازې د هغو بندیزونو ټینګول دي.
خو د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له يوه لوړ پوړي پلاوي سره لیدلي وو.
د راپورونو پر اساس د پاکستان په بندیزونو کې د ملا برادر په شمول چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي مشري کوي یو شمېر طالب مشران شامل دي.
قریشي له دوی سره په ناسته کې د بین الافغاني خبرو ژر پیلول وغوښت.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره په لیدنه کې ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو تر دې ځایه را رسولو کې رول لوبولی دی چې اوس د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.
قریشي وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو پر وړاندې خنډونه تر ډېره حده پای ته رسېدلي دي او هیله ده چې د سولې ټینګښت دا پروسه به مخ ته لاړه شي.
هغه همداراز د افغان طالبانو پلاوي ته د افغانستان سولې پروسې سبوتاژ کولو او "زیان رسوونکو" احتمالي خطرونو په اړه هم معلومات ورکړل.
د افغان سولې په وړاندې مبینه خنډونه
شاه محمود قریشي وویل، په افغانستان کې داسې ډېر خلک دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان رول مهم بولي او غواړي چې په هیواد کې یې سوله راشي.
خو نوموړي هند ته په اشاره وویل، "د دې تر څنګ داسې عناصر هم شته، زموږ په ختیځ کې چې زموږ کوم ګاونډی دی ، هغوی خو به دا ونه غواړي چې حالات دې سم شي."
ده زیاته کړه چې په بیا بیا یې د هغو ګډوډي رامنځ ته کوونکو یادونه کړې ده چې د ده په وینا د ناسمو پوهاویو رامنځ ته کولو هڅې کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبانو له امریکا سره د خپل تړون اجرا له څرنګوالي معلومات ورکړل او ترڅنګ یې له پاکستانه مننه وکړه چې د سولې لپاره د دې ډلې په خبره مخلصانه هڅې کوي.
د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې د سولې تړون لاسليک شوی و چې پکې د طالبانو د القاعده په ګډون نورو نړيوالو وسله والو ډلو سره د اړيکو شلولو شرط هم شامل و.
د افغانستان حکومت د صالح تر بېګاني تند غبرګون مخکې هم پر پاکستان غږ کړی و چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغه بندیزونه عملي کړي چې څو ورځې مخکې یې اعلان کړي ول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي و چې پاکستان ته په کار ده خپلې نړیوالې ژمنې او مسولیتونه پر ځای کړي او د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونه په بشپړ ډول عملي کړي.
افغان حکومت په دې اعلامیه کې یو وار بیا له طالبانو هم غوښتي چې هر څومره ژر چې کېدای شي، د سولې بين الافغاني خبرې پیل کړي، وینه تویېدنه ودروي او یوې تلپاتې او باعزته سولې ته په رسېدو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې توګه له نړیوالو بندیزونو ځان وژغوري.
بلخوا طالبانو ويلي چې له امريکا سره د شوي سولې تړون سره سم د بين الافغاني خبرو د پيل شرط د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشې کول او بلخوا د طالبانو لخوا د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بنديانو خوشې کول و، خو د دوی په وينا دوی له خپل لوري د افغان حکومت ۱۰۰۰ بنديان خوشي کړي خو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالبان بنديانو له جملې څخه ۴۶۸۰ خوشې کړي او پاتې ۳۲۰ لا هم پاتې دي.