په مالاکنډ کې بارانونو نهه تنه وژلي

د سوات شاهګرام کلي کې ورښتونو مرګژوبله اړولې

په سوات او شانګله کې د بارانونو او سیلابونو له وجې نور نهه کسان مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې په سوات کې یې د دوو ښځو او یوې ماشومې په ګډون شپږ مړي له اوبو رااېستلي دي. سیلاوونو د بر سوات په ډېرو سیمو کې پلونه او سړکونه هم ړنګ کړي او ودانۍ او کاروبارونه یې اغیزمن کړي دي.

حکومت د بارانونو او سېلاوونو له وجې په سوات او شانګله کې بیړه/ایمرجنسي لګولې او د کالام لویه لاره يې د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

ضلعي انتظامیې سیلانیانو ته ویلي چې زر تر زره له سېلانۍ سیمو څخه ووځي. چارواکي زیاتوي د هغه سیلانیانو د ژغورولو لپاره هڅې کوي، چې دا مهال په مدین، بهرین، کالام او نورو غریزو سیمو کې ګېر پاتې دي.

په خیبرپښتونخوا کې د افتونو د نظم ادارې په یو بیان کې ویلي چې د بارانونو او سیلابونو په صورت کې ولس باید د سیندونو او نهرونو غاړو ته نه ورځي او د مرستو لپاره د ضلعي انتظامیې له ځاي چارواکیو سره تماس ونیسي.

د ګل پر ورځ د پي ډي اېم اې په بیان کې راغلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې اوو کورونو ته هم زیان اوښتی چې یو یې پکې ګرد ړنګ شوی دی. بیان وايي چې په بونېر او شانګله کې څلورو کورونو ته زیان رسېدلی او په کرک، کوز کوهستان، صوابۍ، او سوات کې هم یو یو ته کور زیانمن شوی.

تر دې وړاندې یادې ادارې د ملک د ګڼو نورو برخو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د نهې تر ماښامه د بارانونو او سېلابونو خبردارې ورکړی دی. بلخوا د پېښور، هزارې او ملاکنډ ډویژن په ځینو سیمو کې د بارانونو لړۍ بیا پیل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ناورینو سمبالولو ادارې مشر پروېز خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د موسمیاتو ادارې په سند صوبه کې د نورو وروښتونو خبر ورکړی دی. نوموړی زیاتوي په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ځینو غریزو او میداني سیمو چارواکو ته د بارانو او سېلابونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د پروېز خان په وینا چې زیات خبرداری د کراچۍ او د سند صوبې لپاره ورکړل شوی او د خیبر پښتونخوا د صوبی لپاره د بارانو د زور اندازه کمه ده خو بیا یې د خپلې صوبېضلعي اړونده چارواکو ته خبرداری ورکړی. نوموړي وویل په دغه سیمو کې دیر، سوات، شانګله، بونیر، چترال، کوهستان، هري پور، مانسهره، ایبټ آباد، پېښور، چارسده، صوابۍ مردان، کوهاټ او کرمه شامله ده، چې پکې تر سبا ماښامه پوري د زیاتو بارانونو امکان دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"په کراچۍکې بارانونو د پښتنو سيمو ته زيات زيان اړولی"



د افتونو سمبالولو ادارې مشر پروېز خان په خیبر پښتونخوا کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه وویل چې د سوات په شاهګرام کې د تندر راپرېوتو په پېښه کې او په سېلاب کي ورک شوي پنځه کسان لاخم لادرکه دي او زیاتوي چې د هغېپېښې شپږ مړي یې رااېستلي دي . هغه زیاته کړه چې د سوات نه پرته د پښتونخوا په نورو ضلعو کي تر دې دمه د ۲۱ کسانو د مړیني پخلی شوی دی او په اغېزمنو سیمو کې امدادي هلې ځلې رواني دي.

په پاکستان کې له ۲۸م اګست وروستو ورښتونو او سېلابونو د سند صوبې په کراچۍ ښار کې تر ټولو زیات کسان وژلي دي. د یادې صوبې د اعلا وزیر مراد علي شاه په وینا په کراچۍ کې تر پنځوسو زیات کسان مړه شوي او په ټوله صوبه کې د مړو شمېره تر سلو اوښتې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د کراچۍ یوه اوسېدونکي ریاض خان د ګل په ورځ مشال راډيو ته وویل چې بارانونو د دوی په ښار کې سړکونو دومره زیانمن کړي چې په راتلونکو درېوو کلونو کې به بیرته بحال نه شي.

''له تېرو درېو ورځو راهیسې له بارانونو وروستو د ښار په بېلابېلو سیمو کي د برېښنا نظام نه دی بحال کړل شوی، په سړکونو اوس هم اوبه ولاړي دي، د ښار د انتظام ټول نظام ړنګ دی، سړکونو ته دومره لوی تاوان رسېدلې،زه فکر نه کوم چې حکومت به یې په درېوو کلونو کي بیرته خپلځای ته راولي، په کراچۍ کې به دا مهال شل فیصده سړکونه هم سم نه وي او د باران له وجې ټول کنډکپر دي، ما به وړاندې په خپل موټر کې نورو ځایونو ته سفر کولو خو اوس موټر سایکل کاروومه.''

د افتونو سمبالولو ادارې په خیبر پښتونخوا کې پر ولس ږع کړی چې د بارانونو او سېلاوونو په دېورځو کې دې په سېلاني سیمو کي هغه ځایونو ته تګ نه کوي چې پر سړکونو او پولونو یې د سېلاوونو د راتللو او د ګټو او خاورو د راښوېدو خطر دی.