پراګ - د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره – یو ایس اېډ – د خوارک او زراعت نړیوال سازمان په مټ د خیبر پښتونخوا په څلور او د بلوچستان په څلور ضلعو کې د انګورو باغ (ملو) لګولو لپاره له کروندګرو سره مرسته کوي.
یادې ادارې په دې اړه په خپاره کړي اشتهار کې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان او کورمې ضلعې او په بلوچستان کې د ږوب، کوټې، قلات او مستونګ له کروندګرو د سپټمبر تر ۲۱مې نېټې درخواسستونه غوښتي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د خوراک او زراعت نړیوال سازمان پروژه څارونکي ضیا الرحمان د سپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دا پروژه د ۲۰۱۸م کال په جون کې پیل شوې وه.
ده وویل، دوی ۴۰ باغونه په بلوچستان او ۲۳ په شمالي وزیرستان کې جوړ کړي وو چې د ده په وینا ډېره ښه نتیجه ورکړې ده.
ضیا الرحمان زیاته کړه چې له ښه نتیجې پس به د کروندګرو او زراعتي کارپوهانو په غوښتنه دا پروژه نوره پراخوي.
ده په دې پروژه کې کروندګرو ته د ورکول کېدونکو مرستو په اړه وویل، "په دې کې چې نن سبا په نړۍ کې کوم د انګورو غوره قسمونه دي هغه مو ورکړي دي ، قطري نظام یا ډریپ ایریګېشن سېسټم ، د تارونو نظام یا ټرېلیسنګ سېسټم او له څاروو څخه د ساتلو لپاره اغزن تار هم ورکوو."
ضیا الرحمان وویل چې د کروندګرو د اسانتیا لپاره یې دا ځل درخواستونه په اردو ژبه اړولي او په ټاکل شوو ضلعو کې په اسانه ترلاسه کېدای شي.
ده زیاته کړه، "پروسږ کال د کروندګرو دا شکایت وو چې دوي په انګریزي نه پوهېږي نو دا ځل مو د دوي د اسانتیا لپاره درخواستونه او په اخبارونو کې اشتهار په اردو ژبه ورکړی دی کوم چې په هره ټاکل شوې ضلعه کې د زراعت په دفتر او د ملګرو ملتونو په ضلعي دفتر کې هم ترلاسه کېدای شي. د دې تر څنګ پر ویب پاڼه www.brightspyre.com هم پراته دي.
نوموړي وویل چې د درخواستونو ډکول او دوي ته لېږل خورا ساده او اسان دي.
ضیاالرحمان وویل، "په درخواست کې دې غوښتل شوی تفصیل ورکړي، شناختي کارډ او د مځکې کاغذ دې ورسره ولګولي او پر ورکړل شوې پته دې ولېږي او دوي کولای شي چې د زراعت په دفتر کې او یا د خوراک او زراعت نړیوال سازمان په دفتر کې یې جمع کولای شي او دا به تر موږ پورې را ورسېږي."
د شمالي وزیرستان یو کروندګر ساکین الله مشال راډیو ته وویل، د دوي په ضلع کې انګور دومره کېږي چې یوازې د هم هغې ضلعې ضرورت پوره کړي.
د ده په وینا، که چېري ځايي کروندګرو ته روزنه او مرسته ورکړل شي نو د یادې سیمې د انګور پیداوار به دومره زیات شي چې بیا به نورو سیمو ته هم وړل کېږي.
ساکین الله وویل، "موږ وایو چې دا پروګرام نور هم پراخ شي، کلي پر کلي کمېټۍ ورته جوړې شي او خلک په دې خبر کړي چې د انګورو مولوې یا تاکونو لګول څه ګټې لري. وزیرستان ډېر لوی دی او په کار ده چې دوی د میرامشاه او میرعلي تر څنګ نورو سیمو ته هم ولاړ شي."
د کورمې زمیندار ګل احمد مشال راډیو ته وویل چې د یادې ضلعې جیلمي نومي سیمه د انګورو پراخ باغونه لري او دا انګور بیا هم دومره نه دي چې کروندګرو یې نورو سیمو ته یوسي.
ګل احمد وویل، "زموږ غواړو چې دوي زموږ سیمې ته راشي او دلته خلک د انګورو په ګټه خبر کړي نو زموږ هیله ده چې د سیمې ټول خلک به دې ته تیار شي چې په خپلو پټیو کې انګور ولګوي."
په ږوب کې د انګورو باغ لرونکی پښتونیار شېرانی وايي، د اسانتیاوو او اړوند روزنې نیشتوالي له کبله په ږوب کې د انګورو پیداوار دومره نه دی لکه څومره چې کېدای شي.
ده وویل، "پر ږوب د وسې یا پشکال بارانونه ډېر کېږي او د هغه له کبله انګور خراب شي، په کار ده چې دلته داسې د ښه نسل انګور ورکړل شي چې باران یې نه خرابوي او بل باید نوې ساینسي طریقې ورته وښودل شي."
د بلوچستان د کروندګرو سازمان جرنل سیکرټري عبدالرحمان بازی وايي، د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې – یو ایس اېډ– دا پروژه د ستایلو ده خو د ده په وینا باید هغو ټولو ضلعو ته وغځول شي چې انګور پکې کېدای شي.
بازي وویل، "په بلوچستان کې اوبه کمې دي نو موږ وایو چې کروندګر انګور، بادام، پیستې او زیتون وکري کوم چې ډېرې لږ اوبه غواړي."
د کروندګرو په وینا، اوسمهال د پاکستان په پښتني سیمو کې په مجموعي توګه د انګورو پیداوار دومره نه دی چې د یادو سیمو ضرورت هم پوره کړي او د زیات امدن لپاره یې دوي د ملک نورو برخو ته هم یوسي.
دوي وايي، که له کروندګرو سره د پرمختللو وسایلو مرسته وشي او دوي ته په زراعت کې مسلکي روزنه ورکړل شي نو انګور د روزګار او امدن یو لویه وسیله کېدای شي.