په قطر کې د افغانستان دولت او طالب استازیو مرکچي ډلې په دوهمه شپه هم په خبرو اترو بوختې وې چې د افغان چارواکو په وینا ځېنې پرمختګونه هم پکې شوي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په وروستۍ ناسته کې پر کاري طرزالعمل، د مذاکراتو پر داخلي اصولو او د مذاکراتو د اجنډا په اړه خبرې شوې چې د دې په وینا پر ډېرو مسایلو هوکړه شوې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې په دې غونډه کې د کاري اصولو، راتلونکو غونډو او مذاکراتو د مهالوېش په اړه خبرې وشوې. تر میاشتو انتظار او هڅو وروسته، لومړۍ بینالافغاني خبرې د خالي/شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوې.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې پر ډېری مسایلو له طالبانو سره تفاهم لري او په خبرو کې د یو بل منل لیدل کېږي. افغان حکومت له طالبانو اوربند غواړي، خو دې ډلې تر اوسه د افغان حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
طالبانو مخکې استدلال کړی وو چې اوربند د مذاکراتو پر مهال له بحث وړ موضوعاتو یو دی او مخکې له مخکې به دا کار ونهشي.
د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د خبرو پر مهال بینالافغاني خبرې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چې د دوحې غونډې په لومړۍ ورځ یې ګډون کړی وو، د دوشنبې په ورځ وویل چې د بینالافغاني خبرو د پیل په برخه کې د قطر هلې ځلې د ستایلو وړ دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د قطر بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن الثاني
ښاغلی پومپیو وايي: "د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات په برخه کې ستاسي همکارۍ ستايو. دا یوازنۍ لاره ده چې قطر يې د سیمې د ثبات په خاطر په اړه اقدام کړی دی."
په واشنګټن کې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني هم وویل چې هېواد یې د بینالافغاني مذاکراتو له کوربهتوبه خوشحاله دی.ښاغلي الثاني وویل: "هغه څه چې اوس روښانه شوه هم
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دا ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د مصالحې پر لور د خبرو پیل چې قطر یې په کوربهتوب خوشحاله دی، د تاریخي لاسته راوړنې ښکارندوی دی."
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه په ګډون د دې هېواد له چارواکو سره ولیدل.
خلیلزاد له پاکستانه د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې هېواد د رول په خاطر منن ه کړې ده. زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له پاکستانيو چارواکو سره تر لیدو وروسته نوې ډېلي ته ولاړچې له هندي چارواکو سره د بینالافغاني خبرو د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.