میرعلي کې د روغتیاپالې ناهېدې د وژلو خلاف لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

میرعلي کې د ګل په ورځ د ناڅرګندو کسانو په ډزو د صحت څانګې د یوې کارمندې ناهیدې ګل د وژلو پرضد ځايي ولس او پي ټي اېم لاریون وکړ او د هغې د وژونکو نیولو غوښتنه یې کوله. دوی د ناهېدې کورنۍ ته د انصاف ورکولو او هدفي بریدونو ودرولو ږغونه پورته کول او ویل بې ناامني دې کچې ته راغلې چې ښځې هم خوندي نه دي.