د پښتنو کلتوري ورځ ولې ولسي نه شوه؟

دا شپږم کال دی چې پښتانه د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتون کلتور نړیوالې ورځې په توګه لمانځي خو دې ورځې لا هم ولسي‌ بڼه نه ده خپله کړې.

د پښتو ادبي او فرهنګي ټولنو ترڅنګ یې پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند هم په یو شمېر ښارونو کې په غونډو او اتڼ لمانځي.

د پښتو اکاډمۍ غړی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، د کوټې په نړیوالو سیمینار کې پرېکړه شوې وه چې دا به په پاکستان او افغانستان کې په پراخه کچه لمانځل کېږي.

نوموړي وویل، "په هغه کې پر دې یوه کمېټۍ جوړه شوې وه چې پکې د لر او بر پښتون افغان وطن پوهان شریک وو، هغوی په شریکه پرېکړه کړې وه چې ۲۳مه سېپټېمبر به د پښتون کلتور ورځې په توګه لمانځل کېږي او دا ورځ په دې خوښه کړل شوې وه چې یو خو وار له مخه په افغانستان کې دا ورځ لمانځل کېده او بل پر ۲۳مه سېپټېمبر ورځ او شپه سره برابر وي یانې د توازن ورځ ده."

خو په تېرو پنځو کالو کې لیدل شوي چې دا ورځ تر ډېره حده یوازې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې لمانځل کېږي.

په پېښور کې د پښتو اکاډمۍ مشر نصرالله وزیر وايي، په خیبر پښتونخوا کې یو پلو حالات داسې مراسمو ته جوړ نه دي او بل داسې لمانځل هغه وخت کېږي چې دا شی له ټولنې وتلی وي.

ده وویل، "د کلتور ورځې ته که څه هم د کوټې اکاډمۍ ورځ ټاکلې ده خو دا لا پر ټوله پښتونخوا نه ده عملي شوې. کله چې هم دا په ریاستي‌ توګه او یا په مجموعي توګه پښتانه یو بل سره ومني نو د ورځې لمانځل څه ګرانه خبره نه ده. بل دا چې کلتور خو موږ لمانځو، که د واده وي که د غم وي، که جامې وي، خو پښتانه لا د دې لپاره د یو ورځې ټاکلو ته په نفسیاتي توګه تیار نه دي. موږ د کلتور په دایره کې دننه یو او له کلتوره وتلي نه یو."

دا هم وګورئ: د کوټې پښتو اکاډمي نړیوال کنفرانس جوړوي

لیکوال او شاعر غفور لیوال وايي، په افغانستان کې دا ورځ لمانځل کېږي‌ خو د ده په وینا، کچه یې ښايي‌ هغسې نه وي لکه څنګه چې په کار ده.

نوموړي زیاته کړه ، "په افغانستان کې دا ورځ د بېلا بېلو فرهنګي ټولنو له خوا لمانځل کېږي خو د جدي سیاسي، امنیتي او سږ کال بیا د کورونا وبا له کبله کچه ښايي هغسې پراخه نه وي لکه څنګه چې په کار ده."

غفور لیوال وویل چې د دې ورځې ارزښت په دې کې دی چې ولس ته د خپلو تاریخي او کلتوري مراثونو یادونه کېږي.

د ده په وینا،"د دې ورځې ارزښت خو دا دی چې یو لوی ولس ته د خپل فرهنګ او کلتور د ساتلو، پاللو، پراختیا او پیاوړتیا ارزښت ور په یادېږي، نو زما په فکر ټول ولس باید دا ورځ ولمانځي."

خو یو شمېر داسې خلک هم شته چې هغوی د دې ورځې لمانځل یو بې ارزښته کار او پردی دود بولي.

څېړونکی او لیکوال ډاکټر خادم حسېن وايي، چې کله د کلتور خبره کېږي‌ نو ځینې خبرې داسې دي چې باید په پام کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه،"دا پیداواري‌ هنرونه دي، دا تخلیق دی، دا ولسي ژوند دی، دا تاریخ دی، دا ژبه ده او په دې کې دا ټول عمل شامل وي‌ او یو قام یو ټولنه دا هرڅه له ځان سره وړي‌ او دا ارتقايي‌ عمل جوړوي، نو ځکه دې ارتقايي عمل کې له تېر وخت او کړو وړو نه ځان خبرول ضروري وي او هغه د ژبې په وسیله کېږي او د هغه لپاره د کلتور مورنۍ ژبه هم په دې کې ډېر مهم رول لوبوي."

ډاکټر خادم حسېن وویل چې که څه هم کلتور تر یوې ورځې محدود نه دی خو په دې نامه د غونډو کول به ده خبره نه ده.

ده په وینا،"ماته داسې ښکاري چې په دې اړه یوه ورځ لمانځل ګنګستیا پیدا کوي، نو په دې اړه یو بشپړ عمل په کار دی چې پیداواري هنرونه مخې ته راشي او تخلیقي عمل مخې ته ولاړ شي، د تاریخ حافظه ژوندۍ پاته شي، که څه هم موږ دا وایو چې که په څه طریقه هم خلک راغونډېدای شي او په کومه طریقه هم د تاریخي حافظې ژوندۍ پاته کېدو لپاره څه عمل کېدای شي، و دې شي، نو د کلتور ورځې په لمانځلو کې دومره بده خبره هم نه محسوسوو او نه پکې دومره خنډ جوړوو."

پښتانه د کلتوري ورځې لمانځلو لپاره غونډې کوي، په دې غونډو کې کلتوري جامې اغوندي، اتڼونه کوي او د خپل کلتور بېلا بېل رنګونه نندارې ته وړاندې کوي.