د خوست زده کوونکي د کانکور د تیارۍ لپاره د ځانګړو کورسونو غوښتنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۲مو صنفونو څخه فارغو شویو زده کوونکیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کانکور د ازموینو لپاره دې ورته د ځانګړو کورسونو زمینه برابره کړي. د هغوی وینا وه چې د کانکور ازموینې کال په کال سختېږي او زده کوونکي اړ دي چې ښوونیز پروګرامونه وڅاري او ځانونه امتحان ته اماده کړي.