د افغان حکومت او طالبانو تماس ډلو ناسته کړې

بین الافغاني مذاکرات: په افغانستان کې د تشدد پېښې هم زیاتې شوې دي.

د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو د څو ورځو تر وقفه وروسته د اکتوبر پر ۱۲مه ماښام مهال لیده کاته کړي دي.

د افغانستان د پلاوي یوې غړې ناجیې انوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د اختلاف پر موضوعاتو جدي بحثونه وشو او هوکړه وشوه چې د حل لپاره دې غونډې دوام وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ د سېپټمبر پر ۱۲مه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوې وه.

د دې پلاوو د تماس ډلو څو ځله لیده کاته کړي خو تر اوس لا رسمي خبرو اترو د څرنګوالي په اړه نه دي سلاشوي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د تشدد پېښې هم زیاتې شوې دي.

د اکتوبر پر ۱۲مه هم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې درنې جګړې شوي او په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.

ساني لګېت د اکتوبر پر ۱۲مه پر خپل ټویټر لیکلي چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.

بلخوا د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي ، له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل د تاوتریخوالي له کمېدو او نورو هغو شرایطو سره تړلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه پرې شوې وه.

جنرال مارک میلي د اکتوبر پر ۱۲مه د امریکا "این پي ار راډیو" ته وویل چې د وروستیو ۴۵۰۰ امریکايي سرتېرو اېستل، د طالبانو د بریدونو له کمېدو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پرمختګ له شرایطو سره تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون ټول مواد او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان خپل شرایط لري.

جنرال میلي وویل مهمه دا ده چې امریکا غواړي دا جګړه مسوولانه او په خپله خوښه پای ته ورسوي او دا کار به په داسې شرایطو کېږي چې په افغانستان کې د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي کړي.

دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ډونلډټرمپ تېره اونۍ وویل ، دی غواړي چې د روان کال له کرسمس څخه مخکې امریکايي ځواکونه کورونو ته راستانه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د هلمند د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې لا هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو خال خال ډزې اورېدل کېږي.

تر دې یوه ورځ دمخه وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه، د درېیمې حوزې ځینې برخې او هم په نادعلي ولسوالۍ کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو څخه ونیولې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې ځانګړي ځواکونه سیمو ته رسېدلي چې یادې سیمې بیرته له طالبانو ونیسي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ جګړه

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وایي زرګونه کورنۍ د جګړو له سیمو څخه وتلي دي.

بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو خپله هغه ژمنه چې پر لویو ښارونو به حملې نه‌کوي ماته کړې ده.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو له‌خوا حملو او د ځینو سیمو نیول، د طالبانو د دوحې هغه ژمنه تر پوښتنې لاندې وړې چې په لویو ښارونو به حملې نه‌کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین مشال راډیو ته وویل، د طالبانو ډلې په وروستیو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او ډېرېو افغانانو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ارین په دوشنبه مشال راډیو ته وویل: "طالبان په خپلې هېڅ ژمنې ژمن نه‌ دي پاتې شوي، طالبان ادعا کوي ادعاوې یې ناسمې دي، دا چې بریدونه نه‌کوي یا تاوتریخوالی کموي، تاسې شاهد یاست چې وروستۍ میاشت کې په بېلابېلو سیمو هلمند او کندز کې طالبانو خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی.