ارمينیا او اذر بايجان يو بل د هغه 'بشردوستانه اوربند' په سرغړولو تورن کړل چې سر له ننه به پلی کېدو.
د دې اوربند موخه د لانجمنې سیمې ناګورنو قره باغ په سرروانه جګړه ودرول وو.
د ارمينیا د دفاع وزارت وايي چې د اذربايجان پوځ دوه واري په ګوله بارۍ سره د دې اوربند سرغړونه کړې.
د یاد وزارت د مطبوعاتو سيکترې شوشان سټيپانیان په خپله فېسبوک پاڼه ويلي چې نن د اکتوبر په ۲۶مه سهار شااوخوا ۱۰ منټه باندې نهه بجې لومړۍ خلاف ورزي شوې چې پکې د اذربايجان لخوا د ارمينیا په جنوب مشرقي برخو کې اهداف په نښه شول او بله بیا د ګهیځ پاو کم نهه بجې وشوه چې پکې د ارڅخ سیمې په شمال مشرقي برخو کې جنګي مورچې په نښه شوې
خو د اذربايجان دفاع وزارت وايي چې ځواکونه يې د اوربند احترام کوي مګر ارمنيايي ځواکونه يې د اوربند په سرغړونه تورن کړل.
دا هم وګورئ: د نګورنو قره باغ شخړې ته کتنهدا تورونه پس له هغې مخې ته راغلي چې د اکتوبر په ۲۵مه د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت او د دواړو هيوادونو لخوا په ګډه اعلاميه کې په دې اوربند رضا شوي ول.
دا بیان له هغه پس راغلی چې د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په واشنګټن کې د ارمنیا او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدلي ول.
بل پلو د مینسک ګروپ په نامه د منځګړیتوب ډلې ویلي چې د دوي شریک مشران او د بهرنیو چارو وزیران به د ناګورنو- قرباغ په اړه د بحث لپاره راتلونکې اونۍ بیا غونډه وکړي.
د تېرې سېپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د بېلې شوې سیمې ناګورنو قرهباغ پر سر د اذربایجان او ارمینیا په روانه جګړه کې په سلګونه کسان وژل شوي دي. ناګورنو - قرهباغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو ارمینیايي وګړي هلته په اکثریت کې دي او له ۱۹۹۴ز کال راهیسې واکمنان دي.