کواټ ډیويژن کې د اربونو روپو پرمختیايي کارونه پیلېږې

په دره ادم خېل کې فاټا پوهنتون

د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي، ژر ده چې د کواټ ډويژن د ترقۍ او خوشالۍ لپاره يو هراړخيز پروګرام پيل کړي.

حکومت ويلي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ۱۵ اربه روپيو په لګښت د کواټ، هنګو او کرک ضلعو اوسېدونکو ته د صحت، تعليم، کرکيلې او اوبه خور په شعبو کې د اسانتياو برابرولو ترڅنګ د سيمې لوی سرکونه هم جوړوي.

د صوبې اعلا وزير محمود خان دا پروګرام د کواټ ډويژن د هراړخيزې ترقۍ او د سيمې د خلکو د خوشالۍ لپاره مهم بللی دی.

نوموړي د خپل حکومت اړونده ادارو ته ويلي چې د پروګرام لپاره ټولې تياريانې بشپړې او له راتلونکې اوونۍ يې عملي چارې پيل کړي.

محمود خان خپلو افسرانو ته دا هم ويلي چې د پرمختيايي پروژو د په ګوته کولو او پر هغو د عملي چارو په لړ کې په صوبايي اسمبلۍ کې د سيمې د ټولو سياسي ګوندونو د غړيو رای ترلاسه کړي.

خو په اسمبلۍ کې د کرک د خلکو يو استازي ميا نثار ګل کاکاخېل، چې د متحده مجلس عمل پر ټکټ منتخب شوی، د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د سيمې د اپوزيشن ګوندونو له غړيو سره د يوې لوظنامې سربېره د پرمختيايي پروګرام په لړ کې هېڅ سلا مشوره نه ده کړې.

ده زياته کړه، که له دوی تپوس و نه شو نو ولس ته به ځي او احتجاج به کوي. نوموړی وايي خپل حق به غواړي. حکومت بايد د کړې معاهدې په رڼا کې د صوبايي اسمبلۍ غړيو حيثيت ومني او سلا مشوره ورسره وکړي.

ميا نثار ګل د کواټ لوی جرګې مشر هم دی. ده وويل، حکومت د سيمې تېل او ګيس وړي خو پرځای د دې چې خلکو ته ګټې ورسي، برعکس هغوی ته روغتيايي ستونزې جوړې دي او د کروندې ځمکې يې نيول شوي دي.

کوهاټ کې د سږني کال (۲۰۲۰) په جون میاشت کې د ګېس او تېلو رایلټۍ لپاره څو ورځې پرلت وشو

د نوموړي په خبره، د سيمې خلکو تېره جون مياشت د کواټ او کرک په تردامنځ سيمه رنګين اباد چوک کې نهه ورځې احتجاجي پرلت ولګاوه او د هېواد نورو برخو ته يې د تېلو رسد وتاړه.

کاکاخېل زياته کړه،دوی خپل پرلت له هغې وروسته ختم کړ چې حکومت ورسره په يوه لوظنامه کې ومنله چې د سيمې په معدني ذخايرو کې به ځايي ولس ته حق ورکوي او په پرمختيايي پروژو کې به د هغوی د منتخب استازو رای پوښتي.

دی زیاتوي: (موږ غواړو چې کواټ ډويژن ته نورې کمپنيانې هم راشي او تېل او ګيس راوباسي. خو دا نه چې هرڅه به د تحريک انصاف ګوند د غړيو په خوښه کېږي. پر دې موږ تحفظات لرو او حکومت ته وايو، که د خپلې کړې معاهدې پاسداري يې و نه کړه نو موږ به مجبور شو چې خپل ولس ته ولاړ شو. مخکې هم د تېلو او ګيسو کمپنۍ ۱۰ ورځې بند وې. حکومت بيا اړ شو چې له موږ سره مذاکرات او معاهده وکړي. موږ له جيلونو نه وېرېږو.)

موږ د کواټ ډويژن د پرمختيايي پروګرام په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د اپوزيشن ګوندونو د غړيو تحفظاتو ته د ځواب ويلو لپاره هم د اکتوبر پر ۲۷مه د خيبرپښتونخوا حکومت وياند کامران بنګش او د اعلا وزير يوه سلاکار ضياالله بنګش ته ټيليفونونه وکړل او واټس اپ پيغامونه مو ورته پرېښودل خو هغوی ځواب و نه وايه.

دا هم وګورئ: خیبر پښتونخوا په نوې ټېکنالوژۍ تېل او ګېس راباسي

په اسلام اباد کې د فاټا رېسرچ سنټر نومې ادارې مشر او د پرمختيايي چارو پوه ډاکټر اشرف علي د کواټ ډویژن لپاره د حکومت ترقياتي پروګرام يو ښه اقدام بولي خو وايي چې دغه چارې بايد په جديت سره مخ ته يوړل شي.

نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې د قبايلي ضلعو د بيا بحالۍ چارو پر ځای غواړي د کواټ ډويژن ترقۍ ته لومړيتوب ورکړي؟

وايي: ((بېشکه په قبايلي ضلعو کې، چې د تېرو کلونو جنګونو او کډوالۍ خلکو ته ځاني او هم مالي تاوانونه اړولي دي، ترقياتي کارونو ته زياته اړتيا ده. شايد حکومت درک کړې وي چې د قبايلي ضلعو په ګاونډي سيمو کې هم پرمختيايي چارې بايد پيل شي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت په دې کار کې څومره جدي دی؟ تر دې مخکې هم ورته پروژې اعلان شوې وې چې يو مثال يې د “پشاور اپ لېفټ” پروژه وه. مانا دا چې په پېښور کې هم، چې د صوبې مرکز دی، د ترقياتي کارونو ضرورت شته. نو زما په فکر، د کواټ ډويژن د ترقۍ پروګرام د حکومت يو ښه اقدام دی خو مهمه دا ده چې د پلان مطابق سر ته ورسول شي.))

رپورټونه د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير په حواله وايي، د کواټ ډويژن د پرمختيايي پروګرام لپاره يې وار له مخه له کلنۍ بودېجې ۲،۹۸ اربه روپۍ بېلې کړې دي.

همداراز ويل شوي چې د سيمې د تېلو او ګيسو د راېلټۍ پيسې به هم د پرمختيايي پروګرام په بودېجه کې، چې ۱۵ اربه روپۍ ده، جمع کېږي.