"د شکۍ او بدر ځنګلونه بېدرېغه وهل کېږي"

د جنوبي وزیرستان په شکۍ کې سمګلران قېمتي ځنګلونه وهي، بیا یې سکاره کوي. سکرو اېستلو بټۍ په تصویر کې ښکاري. ۲۰۲۰، ۰۵ نومبر

د سوهېلي وزیرستان شکۍ اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې یې له تېرو درې میاشتو راهیسې ځنګلونه بې درېغه وهل کېږي، لرګي یې سکاره کېږي او وروسته د انګور اډې پر لار افغانستان ته وړل کېږي.

یوه ځايي کس نور سلام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه په زرګونه ونې وهل شوې دي.

د نوموړي په خبره، په منځتوی، سمتوی، څلېر سیمو کې لارۍ او ډاټسنې ځینې وځي، له چا سره غم نشته چې دا غرونه تباه شول.

ده وویل، "هر ډول ونې پرېکوي، زڼغوځی، نښتر، لمنځه، څړۍ، لنډه دا چې کومې ونې مخې ته ورځي وهي یې. هارۍ یې ورپسې اخیستې دي، بټۍ یې ورته جوړې کړې دي، سکاره ځینې باسي او بیا یې پلوري."

نور اسلام وویل چې په ځنګلونو کې کرۍ شپه ورځ اورونه بل وي او د ورځې په زرګونه بورۍ ځینې باسي.

د شکۍ په یوه ځنګله کې له ونو لوګي خېژي، ځايي خلک وايي ونې د سکرو اېستلو لپاره سوځول کېږي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی جمشید وزیر مشال راډیو ته وویل چې له تېرو درو میاشتو د ځنګلونه وهل لګیا دي، پر سړکونو ولاړ پولیس ترې پیسې اخلي او سمګلران یې پرېښي دي چې ځنګلونه ووهي او وړي یې.

نوموړي زیاته کړه چې "په بدر کې ځنګلونه وهل کېږي. په شکۍ کې پرېکېږي. په څلېد کې ځنګلونه وهل کېږي. پولیس هم خپلې بتې یا پیسې ځنې اخلي. پر ګاډي پنځه سوه او دوه زره روپۍ اخلي او ګاډي درومي. د ګورګورې او انګور اډې پر دې چېک پوسټو ګاډي تېرېږي او افغانستان ته درومي."

د جمشېد وزیر په وینا، د سوهېلي وزیرستان بربادي روانه ده، اب و هوا یې ورخرابوي.

دی زیاتوي چې مخکې به د لرګو ګاډی په درې زره روپۍ وو خو اوس په ۱۲ زره روپۍ دی.

په سوهېلي وزیرستان کې د پولیسو مشر شوکت په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا ادعا ناسمې وبللې چې پولیس یې د لرګیو او سکرو له سمګلرانو پیسې اخلي.

نوموړي‌ وویل، "هر سړی لګیا دی پولیس بدناموي، که پولیس پکې لاس لري نو یو کس دې راشي و دې وايي چې فلانکي پولیس ترې پیسې اخیستې دي."

شوکت علي وویل چې که بیا د هغه پولیس خلاف کارروايي ونه شوه او د هغې کارروایۍ کاپي یې ورونه لېږلې نو بیا دی ګناهګار دی او پولیس ګناهګار دي.

شوکت علي وویل چې د جنوبي‌ وزیرستان ضلعې د ځنګلاتو له افسر سره یې خبرې شوې دي‌ او هغه ته یې منت کړی دی چې د ځنګلونو د بې درېغه وهل کېدو مخه ونیسي.

د شوکت علي په وینا، "دا د ځنګلاتو د افسر دنده ده خو هغه نه راځي‌ نو زه اوس څه وکړم."

د سوهېلي وزیرستان ډیپټي کمېشنر خالد اقبال په شکۍ او بدر سیمو کې د ځنګلونو وهل کېدو په اړه مشال راډیو ته وویل، دا لومړی ځل دی چې د ځنګلونو پرېکولو خبره ورته کېږي.

ده وویل چې د ځنګلونو ضلعي افسر ته به وايي چې خپله ډله ولېږي. او ورسره به د امنیت ساتلو ځايي ادارو ته هم وايي چې هلته ورشي.

ده وویل، "دلته د ځنګلونو قانون اوس راغلی او دا وېش لا نه دی شوی چې دا ګوزارا ځنګل دی مانا د ټول ولس ملکیت دی خو ساتنه یې سرکار کوي، ژغورلی ځنګل (پروټېکټېډ ځنګل) چې د سرکار تر اختیار لاندې ساتل کېږي او که د کلیوالو یا کمیونیټي ځنګل دی. نو اوس دا قانون راغلی دی، وېش څرګند شوی دی، موږ د جرمانو لګولونو اعلانونه هم کړي دي."

خالد اقبال زیاته کړه چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې درې چېک پوستونه جوړ کړي او پر دوو نورو هغو کار روان دی چې یو پکې د انګور اډې دی.

ده وویل چې د ځنګل پر وهلو د ورکول کېدونکې سزا په اړه یې د ولس خبرولو ډنډورا هم پیل کړې ده.

د ده په وینا، "کار روان دی، په ځنډ به وي خو روان دی."

د شکۍ اوسېدونکو دا هم ویلي چې که یې د ځنګلونو وهل و نه درول شو نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

د سکرو اېستلو بټۍ