پاکستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې ټرافیکي حادثې کېږي چې وجوهات یې زیاتره وخت خراب سړکونه او د ټرافیک اصولو ته پام نه کول ښودل کېږي. (انځور د ګلکت د پېښې دی چې د ۲۰۱۹ د سپېټمبر پر ۲۲مه شوې وه)

د نومبر پر ۱۶مه د خيبرپښتونخوا په نوښار کې یو مسافر ګاډی کندې ته د پرېوتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شول.

د نوښار پولیسو په وینا، دا ګاډی له سپین کاڼي څخه کاکا صيب ته په لاره وو . دې نه وړاندې د تېر اګست په میاشت کې په نوښار او بونېر کې په دوو بیلا بېلو ټرافیکې پېښو کې ۱۲ تنه ووژل شوي وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، او ګڼ شمېر نور پکې ژوبل شوي وو.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې ټرافیکي حادثې وخت ناوخته کېږي چې وجوهات یې زیاتره وخت خراب سړکونه او د ټرافیک اصولو ته پام نه کول ښودل کېږي.

په ټولو ضلعو کې د ډسټرکټ پولیس افېسر (ډي پي او)د انتظام لاندې د هرې ضلعې لپاره د ټرافېک کنټرول یوه بیله څانګه، او ډراییونګ سکول وي.

د خیبر پښتونخوا د نوښار د ډي پي او دفتر یو پولیس چارواکي نورجد د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د ډراییونګ لایسېنس ترلاسه کولو لپاره ټولو شرایطو ته ګوري.

ده وویل، "په هره ضلعه کې د ټرافېک پولیس څانګه وي، دوی د ډراییونګ لایسنس ترلاسه کولو په اړه ټولو مرحلو ته پام کوي، او د ډرایورانو لایسنسونه په باقاعدګۍ سره ګوري."

د اکتوبر پر ۲۹مه په سوات کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۴ کسان ژوبل شوي وو، چې زیاتره پکې د سکول ماشومان وو.

د سوات د کبل تحصیل د پولیسو یو مشر شېر افسر خان مشال راډیو ته وویل چې د زیاترو حادثو وجه تېز رفتاري وي.

ده وویل، "په ډراییورانو زیاتره وخت تادي وي، دوی د ټرافېک اوصولو ته نه ګوري. د حادثې په وخت کې دوی چالان کوي، بیا دغه مسله عدالت ته هم ځي. عدالت دا فېصله کوي چې د یوې حادثې په صورت کې یو ډراییور ته څومره سزا ورکړای شي."

د پېښور د ټرېفک پولیسو د ډي آی جي دفتر یو چارواکي بخت منیر د نومبر پر ۲۰ مشال راډیو ته وویل چې دوی په صوبه کې یو نوی نظام جوړ کړی او د ډراییورانو د تېز رفتارۍ، د اشارو د ماتولو او د نورو ټرافیکې قوانینو د خلاف ورزۍ په صورت کې مختلفې جرمانې لګوي.

ده زیاته کړه، "پخوا به چالان په یو کاغذ کېدو، اوس درې میاشتې شوي دي چې دا کار موږ کمپیوټرایز کړی دی، که یو تن په دوېم وار غلطي کوي، نو جرمانه پرې دوه چنده کیږي او که درېم وار یو ډراییور غلطي وکړي نو ډراییونګ لایسېنسیې هم منسوخه کېدای شي."

ده وویل چې د مختلفو ټرافیکې غلطیو یا د قانون ماتولو مختلفې جرمانې وي، او دا د ګادي په حساب هم وي، چې له دریو سوو روپو نه پېلیږي.

تر یو ټرافېکي حادثې وروسته اکثره په مېډیا کې دا راځي چې دغه حادثه د تېز رفتارۍ له وجې وشوه.
د سوات یو ډراییور امجد خان چې له سواته کراچۍ ته بس چلوي وایي زیاتره ټرافیکې حادثې، د یو رویه سړکونو، تېزرفتارۍ او د ډراییور د بېداره نه اوسېدو له وجې کیږي.

ده وویل، "ډراییونګ په ویښه کیږي، په اوږدو سفرونو کې ډراییورانو له اکثره خوب ورځي. له سواته چکدرې پورې یو رویه سړک دی، نو پر دغه وخت ډراییونګ ګران وي،د چکدرې نه بیا تر سکره موټروې ده، دغه وخت د ګاډو رفتار زیات وي، لاره اوږده وي نو باید چې ډراییور ځان ویښ وساتي."

په خیبر پښتونخوا او د ملک په نورو برخو کې تر ټرافيکې حادثو وروسته پر ډراییونګ لایسېنس او د دې پر ترلاسه کولو هم وخت په وخت بحثونه کیږي.

د پېښور د یو شخصي ډراییونګ سکول مالک عاطف خان د نومبر پر ۲۰ مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپل سکول کې یوه میاشت د ډراییونګ زده کړې ورکوي او د هغه پر اساس بیا یو کس ته د موټر چلولو اجازت نامه ورکوي.

ده وویل، ، "په خیبر پښتونخوا کې په سرکاري او شخصي ډراییونګ سکولونو کې د لایسېنس ترلاسه کولو لپاره یوه میاشت زده کړې کول وي، چې پکې لومړی د ټرافېک قوانین، د ګاډي د چلولو طریقه کار او نورې ضروري خبرې ښودل کیږي او له هغه وروسته یو تن د څه وخت لپاره د یو استاد په موجودګۍ کې ګاډی چلوي، او وروسته ډراییونګ ټېسټ ورکوي. د دغه ټېسټ پاس کېدو په صورت کې یو سرټیفېکېټ ترلاسه کوي او د هغې په بنیاد خپل لاېسنېنس اخلي."

خو د مردان ضلعې د پولیسو د سرکاري ډراییونګ سکول مرستیال مشر شاهد خان د نومبر پر ۲۰ مشال راډیو ته وویل په ځینو شخصي ډراییونګ سکولونو کې د ډراییونګ په اړه ټولو ضروري خبرو ته پوره پام نه ورکول کیږي.

نوموړي وویل، "زیاتره شخصي ډراییونګ سکولونه ټولو ضروري خبرو ته پام نه کوي او هم دا وجه ده چې دلته خلکو لا پوره ګاډی چلول نه وي زده کړي او لایسېنس یې اخېستی وي."

د ده په وینا، په سرکاري ډراییونګ سکولونو کې دې خبرو ته خصوصي پام ورکول کیږي.

ده زیاته کړه، "زموږ سکول د کورونا وایرس له وجې لا بند دی، خو هسې هره میاشت ۱۵۰ کسان دلته د یوې میاشتې ډراییونګ کورس کوي، او د داخلې فیس یې ۳۵۰۰روپۍ دی."

د خېبر پښتونخوا د ټرافېک پولیس وایي دوی وخت په وخت په ولس کې پر ټرافېک قوانینو د عمل لپاره هم کمپېنونه کوي، او هغو ډراییورانو ته هم په دې اړه پوهه ورکوي چې پر اوږدو لارو مسافر ګاډي چلوي.

په خیبر پښتونخوا کې له سواته اېبټ اباد ته د سپرلیو یو وېن چلوونکی اختر علي وایي نن سبا زیاتره ټرافیکې حادثې هغه وخت کیږي چې کله یو ډراییور پر خپل موبایل ټیلیفون خبرې کوي.

اختر علي مشال راډیو ته وویل چې په دغه وخت د یو ډراییور پوره پام لارې ته نه وي نو ځکه ټرافیکې پېښه وشي.

له تېرو نهو کالو راهسې مساپر ګاډی چلوونکی اختر علي زیاتوي‌ چې پر اوږدو لارو ډراییور له د خوب ورتلو له وجې هم ځینې وختونه حادثې مخې ته راولي.

د پېښور د ټرافېک پولیس چارواکی بخت منېر وايي، دوی پر لویو لارو لکه له پېښوره تر کوهاټه ، له کوهاټه کرک ته، له کرکه بنو ته، له بنو لکي مروت او د مردان او مالاکنډ پر سړکونو ډراییورانو ته د ټرافیکې حادثو د مخنوي په اړه پوهه ورکوي.

ده وویل، "موږ تېر کال هم په دې اړه د صوبې په سکولونو او مدرسو کې یو کمپېن کړی وو، چې مقصد یې په خلکو کې د محفوظه ډراییونګ کولو په اړه پوهه پېدا کول وو."

د پاکستان د شماریاتو د ادارې له معلوماتو سره سم ، له ۲۰۱۸م کاله تر ۲۰۱۹ مه کلني رپورټ کې په ټول ملک کې ۱۰۷۰۰ د ټرافیک پېښې شوې وې.

په دې پېښو کې لږ تر لږه ۵۹۳۲ کسان وژل شوي‌ او ۱۳۲۱۹ کسان ټپي شوي دي. په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې شوې دي.