افغان حکومت او طالبان د سولې بهیر پر کړنلاره سلا شوي

په قطر کې د سولې په اړه غونډه

د افغان دولت مرکچي پلاوي او طالبانو په دوحه کې له څه کم درې میاشتو خبرو وروسته د ډېسېمبر پر دوهمه اعلان وکړ چې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره سلا شوي دي.

دواړو لورو رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې چې خبرې یې تقریبا یو بل ته نږدې دي ویلي: "د بین‌الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیلېږي."

طالبانو تر دې مخکې رسنیو ته ویلي ول چې پر کړنلاره بحث د نومبر په ۱۲مه نهايي شوی دی، خو افغان مرکچي پلاوي هغه وخت ویلي ول چې د کړنلارې پر مادو هوکړه شوې خو پر مقدمه یې بحثونه دوام لري.

د بین الافغاني خبرو د دې کړنلارې او مقدمې جزیات لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو تر دې مخکې ویل شوي چې کړنلاره ۲۱ مادې لري او تر ډېره په دې راڅرخي چې:

  • دواړه لوري به د بین الافغاني خبرو د پر مخ بیولو پرمهال له یو بل سره څنګه چلند کوي؟
  • خبرو کې راپورته کیدونکې ستونزې به څنګه هواروي؟
  • له رسنیو سره به جزیات څنګه شریکوي؟

دا کړنلاره په ټوله کې د خبرو د پرمخ بیولو پر اصولو او چلند راڅرخي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغان حکومت د پلاوي له دوو غړو سره

له دوحې څخه پر کړنلاره او مقدمه د هوکړې د خبر له خبرېدو سمدستي وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټویټر د دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د پام وړ پرمختګ بللی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي: " په درې پاڼو کې دا هوکړه د دوی (افغان دولت او طالب مرکچیانو) له خوا د یو سیاسي هواري پر طرحه او هر اړخیز اوربند د خبرو اصول او کړنلارې ټاکي. دا هوکړه څرګندوي مرکچي لوری کولی شي پر سختو مسئلو هوکړې ته ورسیږي. "

نوموړې ددې خبرو د کوربه توب په خاطر د قطر مننه کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، اوس افغانان پر سیاسي حل لاره او اوربند د دواړو خواوو ترمنځ چټک پرمختګ ته په تمه دي.

خلیلزاد ویلي: " موږ د دوی غوښتنه درک کوو او ملاتړ یې کوو."

نوموړي دا هم ویلي، کله چې پر سیاسي هواري او دایمي اوربند خبرې پیل شي دوی به له ټولو خواوو سره "د تاوتریخوالي د جدي کمولو او ان په دې موده کې د اوربند لپاره" سخت کار وکړي. هغه څه چې د خلیلزاد په وینا یې افغانان غواړي او مستحق یې دي.

بل پلو په دوحه کې د روانو خبرو دواړو غاړو په یوه بله شریکه اعلامیه کې ویلي چې د ډېسېمبر په دوهمه د دواړو پلاوو ترمنځ عمومي غونډه شوې او په کې یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ایجنډا موضوعات ترتیب کړي.

دا اعلامیه چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپل ټویټر خپره کړې زیاتوي:" د دواړو مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي."

په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سېپټمبر په ۱۲مه نېټه رسماً پیل شوې، له هغې را وروسته د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د خبرو اترو پر کړنلاره بحثونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول او تر دوه نیمو میاشتو زیات وخت یې ونیوه چې خپلو د خپلو خبرو په کړنلاره هوکړه وکړي.

له دې خبرو سره په یو وخت افغانستان کې دننه جګړو او تاوتریخوالي هم دوام درلود.

عام افغانان، د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال سازمانونه او ګڼ شمېر افغانستان کې ښکېل هېوادونه د دوحې د خبرو سره خوا په خوا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کوي، خو تر اوسه پورې د تاوتریخوالي په کچه کې کمی نه دی لیدل شوی.