د ننګرهار د خبریالانو یو پلاوي د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې له غړو سره وکتل.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو کې له خبریالانو سره غونډې جوړوي او د ټولیزو او خصوصي رسنیو د تاسس او فعالیت په مقرره کې ذکر شوې یو شمېر مادې د يوه پرزنټېشن له لارې له ژورنالستانو سره شريکوي او د هغوی د حقونو د تامین لپاره پرې نظریات راټولوي.
دغې کمېټې په ننګرهار کې هم يو شمېر خبریالان وربللی ول او پر یو شمېر هغو مادو يې بحث وکړ چې د خبریالانو حقونه په کې په وضاحت سره نه وو بیان شوي.
دا هم وګورئ: د لوګر خبریالان د داعي د وژلو قضیې څیړنه غواړيد ټولیزو خصوصي رسنیو د تاسس او فعالیت مقرره د افغانستان د اسلامي جمهوريت کابینې د ۱۳۹۴ لمریز کال د زمري په ۲۱مه نېټه په څلورو فصلونو او ۴۱ مادو کې تصویب کړه او د همدې کال د لړم د میاشتې په ۱۶مه نېټه توشیح شوه.
په دې مقرره کې د ټولیزو خصوصي رسنیو د فعالیت تر څنګ د رسنیو د ادارو او کارکوونکو د حقونو په اړه وضاحتونه ورکړل شوي چې د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټه په بېلابېلو ولایتونو کې د دې مقررې په هکله د پریزنټېشنونو په ورکولو سره د خبریالانو نظرونه راټولوي.
یادې کمېټې د ډېسېمبر په درېیمه نېټه په جلال اباد کې يو شمېر فعال خبریالان وربللي ول او د مقررې په یو شمېر مادو يې تر بحث وروسته د خبریالانو نظرونه واخیستل.
دا هم وګورئ: ننګرهار: خبریالان وايي معلوماتو ته سم لاسرسی نه لريد افغانستان په ختیخ کې د خبریالانو کمېټې مشر شېرشاه همدرد دې بحث په اړه مشال راډيو ته وویل:
"د خصوصي رسنیو د تاسیس طرزالعمل او مقرره چې په هغې کې ځینې موارد ګونګ وو، د نظر اخیستنې یوه ناسته جوړه شوې چې اول د مقررې په تړاو یو پرېزنټېشن ورکړل شو او بیا د خبریالانو نظرونه واخيستل شول چې کومه ماده باید تغیر شي؟ په کومه ماده کې کمی او زیاتوالی راشي؟ چې بیا د خوندیتوب کمېټه په ګډه د اطلاعاتو او فرهنګ او عدليې وزارتونو سره پرې د تصویب لپاره کار وکړي او کله چې تصویب شي، بیا به په همدغو مواردو کې د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو، ژورنالېستانو او د رسنيو د کارکووونکو د حقونو د تامین لپاره عدالت غوښتنه کوي."
په ننګرهار کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نۍ) یو تن مسوول عزیزالله عزیز مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې قوانین جوړېږي، خو عمل پرې نه کېږي:
"تاسو وګورئ، دلته په ننګرهار کې د خبریالانو کوم حقوق ورکړل شوي؟ ایا دوی ته په خپل وخت باندې معاش ورکړل شوی؟ ایا دوی ته اضافه کاري ورکړل شوې ده؟ دلته لویه ستونزه دا ده چې قوانین جوړېږي، خو د عمل لپاره يې څه نه کېږي."
احمدین احمدي چې د یوې سيمه ییزې راډیو د نشراتو مسوول دی، مشال راډیو ته وویل، د خبریالانو حقونه رسنیزې ادارې سره د یوه قرارداد له مخې تضمینیږي، خو په ننګرهار اکثره رسنۍ پرته له قرارداده ژورنالستان په دندو ګماري:
"یو خبریال باید قرارداد ولري، یو خبریال باید د یوه منظم قرارداد له پای نه وروسته باید خپل تقاعد تر لاسه کړي. په ننګرهار کې تر ۲۵ پورې رسنۍ دي، کیدای شي چې یو یا دوه يې خبریالان او ژورنالستان د قرارداد په اساس وګماري خو په ټولو نورو رسنیو کې قراردادونه نشته، چې دا یوه نیمګرتیا ده او باید چې دا نیمګړتیا ختمه شي."
د ټولیزو او خصوصي رسنيو د تاسس او فعالیت د دې مقررې د ۱۶مې مادې په درېیمه فقره کې ذکر شوي چې رسنۍ یا بنسټ کارکوونکي د دولتي کارکوونکو په څېر د رخضتۍ، تقاعد، اضافه کارۍ، د زده کړې وخت، د ښځې د ولادت رخصتي د کار په قانون او اړوندو تقنیني سندونو کې درج نورو امتیازونو مستحق دي.
خو په ننګرهار کې د یو شمېر کورنیو رسنیو خبریالان وايي چې دوی په مقرره کې ډ ذکر شويو امتیازاتو لا هم بې برخې دي.