د افغانستان پر کابل ښار د ډېسېمبر پر ۱۲مه په راکټي برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د ډېسېمبر پر ۱۲مه سهار مشال راډیو ته وویل چې له لب جر سیمې ۱۰ توغندي له یوه موټره پر کابل ښار توغول شوي.
ده وویل، "درې راکټونه د هوايي ډګر پر شاو خوا، پنځه راکټونه د هواپېژندنې ادارې په سیمه او یو توغندی په نهمه حوزه او بل توغندی د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه رواش د استوګنې پر سیمه لګېدلی دی."
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د نومبر پر ۲۱مه هم له دوو موټرو پر کابل ښار ۲۴ توغندي توغول شوي وو چې د چارواکو په خبره ۱۰ تنه یې وژلي او ۵۰ نور یې ټپي کړي وو.
د هغو راکټي بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی و.