د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱ز کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
په کابل کې د یونېسف ویاند فریدون ارین مشال راډیو ته وویل: "د یونېسف وروستۍ څېړنې ښايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې افغانستان کې څه باندې ۲،۱ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په دې کې ۹۰۰،۰۰۰ ماشومان له سختې (حاد) خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د دې لپاره چې یونېسف وکړای شي دغه ستونزه حل کړي، اړتیا وینو چې له نړیوالې ټولنې ۲۱ میلیون ډالره ترلاسه کړو."
د یونېسف ویاند وايي، په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره دغه اداره په روانه میلادي میاشت (ډېسېمبر) کې هم درې نیم میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
سحر د کندهار د درېیمې ناحیې اوسېدونکې ده چې وایي، کوچنۍ لور یې د اتو میاشتو ده، خو له شپږو میاشتو راهیسې له خوارځواکۍ کړېږي: "لور مې چې پیدا شوې تر اوسه پورې نسناستې ده. نه ښه کېږي. ډاکترانو تهیې بیایو، درملنهیې کوو، بیا هم نه ښه کېږي. د دوو میاشتو وه چې په نسناستي اخته شوه، تر اوسهیې ستونزه حل شوې نهده."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې کمېشنرې راضیې صیاد تېره میاشت په کابل کې یوه کنفرانس ته ویلي وو، په افغانستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوو میلیونو او نهه لکو ته رسېدلی چې عمرونهیې تر پنځو کلونو کم دي.
په کابل کې د یونېسف ویاند فریدون ارین له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې د کورونا وایرس خپرېدو اړو ماشومانو ته د دوی د مرستې رسونې هڅې زیانمنې کړې دي.
ارین زیاته کړه: "موږ غوښتل چې په ۲۰۲۰ز کال کې په سختې خوارځواکۍ له ۳۰۰،۰۰۰ اخته ماشومانو سره مرسته وکړو، خو له بده مرغه د 'کووېډ-۱۹' له راتګ سره دغه حالت لا کړکېچن شو. اوس ګورو چې د افغانستان ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۷ ولایتونو کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې شمېر یې دوه میلیون او یو لکو ته رسېږي. هدف مو دا دی چې په ۲۰۲۱م کال کې څه باندې ۴۰۰،۰۰۰ ماشومانو ته خواړه او خدمات برابر کړو."
که څه هم د خوارځواکۍ عمده علت بېوزلي او د عامه پوهاوي کموالی ګڼل کېږي، خو ویل کېږي په افغانستان کې روانې جګړې هم په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات کړی دی.
په زیاتو ولایتونو کې ناامنۍ او د وچکالۍ دوام له خپلو سیمو د خلکو د بېځایه کېدو سبب شوي چې په دغسې وضعیت کې د دوی ماشومانو ته وړ خواړه او لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې نهرسېږي.