د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک کړي.
د قطر له پلازمېنې دوحې کابل ته ستون شوي د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده.
دې پلاوي د دسمبر پر ۱۹مه له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د سولې د لومړي پړاو خبرو په اړه یې معلومات ورکړل.
د تېرې اونۍ په لومړیو کې په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو یو بل ته د خپلو وړاندیزونو اجنډاوې وسپارلې.
دواړو پلاوو پرېکړه کړې چې پر اجنډاو د غور لپاره به له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي او د جنوري پر پنځمه به بېرته مذاکرات پېلوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ولاړ.
دې پلاوي د پاکستان له وزیراغظم عمران خان او د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قریشي سره هم لیده کاته وکړل.
د وزیراعظم له دفتر د دسمبر پر ۱۸مه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې پاکستان په افغانستان کې د اخ و ډب پر لوړ کچ اندېښنه ښودلې او پر ټولو غاړو یې د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی چې اوربند ته لار هواره کړي.
په بیان کې ویل شوي وو چې د عمران خان او طالبانو خبرې پر افغان سوله بهیر او د هغې د پرمختګ پر لارو چارو راڅرخېدلې.
عمران خان په خپلو څرګندونو کې په ټول-شموله، پراخ بنسټي او هراړخیزه سیاسي جوړجاړي کې د پاکستان مستقیم ملاتړ تکرار کړ.
د افغانستان د بهرنیوو چارو وزارت هم د دسمبر پر ۱۷مه ویلي ول چې پاکستان ته د طالبانو دا سفر د افغان حکومت په مشوره شوی او دا یې د سولې په برخه کې رغوونکی بللی وو.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو لړۍ د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۱۲مه پیل شوې وه.
دې خبرو اترو درې میاشت دوام درلود او د رسمي خبرو اترو پر ایجنډا تر سلا کېدو وروسته یې د دسمبر پر ۱۲مه د درو اونیو وقفه اعلان کړه.
دواړو غاړو وویل چې خبرې اترې به د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر پنځمه بیا پیلوي خو دا لا تر اوسه نده څرګنده چې دا خبرې اترې به په قطر یا کوم بل هیواد کې ترسره کېږي.