د کورونا وبا پر مهال کړې زده کړې باید هېرې نشي

د مشال راډيو مرکزي خبري څانګې د کورونا وایرس جهاني وبا ته په کتو د ۲۰۲۰ز کال پای ته د رسېدو په باب یوه ليکنه خپره کړې ده، چې دا وبا مرګونې، دړدوونکې او سخته خنډو جوړوونکې وه.

خو يو بل اړخ یې هم شته او هغه پاک چاپيریال، خوندي سړکونه او د ډیرو لپاره یې د ژوند او کار ترمنځ یوه ښه انډول او توازن راوړ. خو د جهاني وبا له ختمېدو سره به دا هرڅه هېر کړل شي که څنګه؟

د هر ستر کړکېچ غوندې، کوویډ-۱۹ هم د بخت لیکې لري. لکه لږو سفرونو نړۍ ته پاکه هوا ورکړه.

د کورونا وبا په ړومبو ورځو يعني مارچ میاشت کې د امریکا فضايي ادارې ناسا خپاره کړي عکسونه ښیي چې د نړۍ په لویو ښارونو کې تر ۳۰ فيصده پورې په هوا کې الودګي کمه شوې ده.

او که څه هم نړۍ بیا د سیلګرۍ او سفرونو پیليدو ته سترګې په لار ده په خاصه توګه په کاروباري حوالې سره د غونډو لپاره سفرونه به بیا هغه کچې ته دوباره ورسي څنګه چې تر کورونا وبا وړاندې وو.

دا هم وګورئ: د کورونا وایرس ناروغۍد نړۍ ډېرو هېوادونو اقتصاد ځپلی دی 

د کورونا وایرس وبا وښوده، لازمه نه ده چې د کاروباري او رسمي غونډو او کانفرنسونو لپاره پيسې مصرف شي، وخت ضايع شي او د سفرونو لپاره هوا الوده شي. بلکې اوس نړۍ دا دود خپل کړو چې د نوکریو د انټريوګانو، غونډو او نړيوالو کانفرنسونو کې د برخې اخيستو لپاره کم خرچه د ويډيو لنک لاره وکاروي.

د اروپايي ټولنې د خارجه چارو د مشر جوزف بوريل دفتر هم تمه لري چې له دې وبايي صورتحاله پس به تر یوڅه حده په سرکاري سفرونو، غونډو او ملاقاتونو کې کمی راشي خو د بوريل ویاند پيټر ستانو وايي چې د شخصي راز ساتنې، او موثره کيدو په حوالې سره انلاين غونډې د مخامخ ليدو کاتو نعم البدل نه شي کېدای خو د وبا نه پس به هر څه هغسې نه وي څنګه چې مخکې وو.

د منتخبو مشرانو لپاره به اوس د ګران بیعه سرکاري سفرونو لپاره د ولس د ټيکس د پيسو لګولو له جواز لټول ډېر ګران وي.

له چاپېریال سره تړلی بل خبر هم مهم دی. په پاکستان کې شاوخوا ۶۰،۰۰۰ کارکوونکي بېروزګاره شوي خو ځینو یې د کورونا وایرس د وبا د مخنیوي په خاطر د ټولبند او محدودیتونو له وجې بل کار ته مخه کړې. دوی اوس ونې او بوټي لګوي.

د پاکستان حکومت پلان لري چې له ۲۰۱۸ز څخه تر ۲۰۲۳ز پورې په هېواد کې ۱۰ اربه ونې او بوټي ولګوي. د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې دا کار هم ودرېد. خو حکومت پرېکړه وکړه چې دا کار به بیا په چټکۍ په مخ وړي او له نېټې سره سم به یې بشپړوي. نو سږکال پر ټولو محدودیتونو سربېره د ونو د څونامۍ په نوم پروژه بحاله شوه او ګڼو کارګرانو پکې دندې پیدا کړې.

په ليکنه کې راغلي دي چې د دې وبا له وجې په ټوله نړۍ کې هغه دفترونه چې پکې به د خلکو ګڼه ګوڼه وه فوراً ځکه خالي شول چې کمپنیانې مجبوره شوې چې د وبا د مخنيوي لپاره کارکونکي له کورونو انلاین کار وکړي او ان هغه ادارې چې د دفترونه نه لرې په انلاین توګه د کار کولو سره موافقې نه وي هغوي هم دا نوې حقيقت ومنلو.

د نوکر پيشه خلکو د يوې سروې په حواله زیاتوي چې ګڼ شمیر ملازمين دا دريځ لري چې له کوره کار کولو دوی ته په کار او کور کې د ښه توازن ساتلو ، د کار له وجې کم ذهني فشار سره د مخ کېدلو او کورنۍ سره د ډېر وخت تېرولو موقعې ورکړي د ۴۷۰۰ نوکر پیشه کسانو نه د سلیک کمپنۍ په یوه سروې کې پوښتنې شوې دي په دوی کې اکثیريت کل وقتي دفتري ماحول ته نه ستنېدل غواړي.

د مقالې له مخه د کوره کار کولو ډېرو خلکو سره په سفرونو ، جامو او خوراکونو د پيسو د بچت مرسته وکړه، خو ډېر داسې دي چې د ټولبند او بنديزونو له امله د انساني رابطو د کمښت له وجې د یوازېتوب ښکار شول خو ډېر هغه خلک چې کور کې یې ځناور ساتلي ول د دوی د یوازېیتوب ستونزه يې حل کړه او په غربي هېوادونو کې په داسې اپليکیشنونو ډاونلوډ کولو کې بې ساري زیاتوالی وليدل شو چې د پناه ځایونو څخه د ځناورو د ژغورلو په اړه وو.

د امریکا ژویو ژغورنې ټولنه وايي چې په نيو یارک او لاس انجلس ښار کې د دوی د ژویو له پناه ځایه د پيشوګانو، کوترو او نورو ژویو ترلاسه کولو کې ۷۰ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

د مرکزي اسیايي هېواد تاجکستان ګڼ شمېر کارکوونکي نوکر پيشه خلک ګاونډي هېواد روس ته هره ورځ تګ راتګ کوي، خو د کورونا وبا له وجې ټولبند یې تګ راتګ ودرېدو البته د خوجند ښار نيکروز امونزاده وايي په هر ترخوبي پسې خوږوبی راځي.

نيکروز د دې ټولبند پر مهال د خپل کور د انګړ په هره برخه کې سبزي وکرل او سږ کال يې کدوان، اوږه، ګاځرې او يو شمیر نورې سبزۍ وکرلې.

دی وايي، سږ کال د خپل لاس کرلي کدو دومره خوند کولو چې تر وبا وړادې یې هډو چېرې کړی نه وو.