د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه د جنورۍ پر ۲۶مه تهران ته ورسېد.
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم پر ټويټر پاڼه لکيلي دي چې د سياسي دفتر مشر ملا برادر او هيیت به يې د ګاونډي هېواد له اړونده چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو، په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو او د افغانستان او سیمې په روان سیاسي او امنیتي وضعيت خبرې او د نظر تبادله وکړي.
بلخوا د افغانستان ولسمشر وايي، د امریکا امنیت شورا له طالبانو سره شوې هوکړه له سره څېړي او له هغې وروسته له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کوي.
محمد اشرف غني د جنورۍ پر ۲۵مه د کابینې په غونډه کې وویل، اوس له امریکا سره د اړیکو نوی باب پرانېستل شوی او دغه اړیکې لا پراخېږي.
د نوموړي په خبره، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ امنیتي تړون په خپل ځای پاتې کېږي.
په امریکا کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې موافقې پر بیاکتنې د افغانستان او امریکا د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ ټېلېفوني خبرې شوي.
د امريکا ملي امنيت سلا کار ویلي، امريکا به له طالبانو سره د ۲۰۲۰ز کال په فېبروري کې د سولې شوې موافقه، له نورو ترهګريزه ډلو سره د طالبانو د اړيکو، په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت او له افغان حکومت سره د معنی دارې سولې مذاکراتو په رڼا کې و ارزوي.
دا په داسې کې ده چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بریا په اړه منفي لیدلوري ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.