د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې د يو مسيد په نوم د مسيدو احتجاجي ناستې ته د پښتون ژغورنې غورځنک مشر، منظور پښتين ويلي چې حکومت دې د خلکو غوښتنې ومني.
د جنورۍ پر ۳۰مه، د مسيد قام دې راټولو شوو خلکو ته، منظور پشتين وويل چې په سيمه کې امن تر هغې پورې نشي راتللي تر څو خلکو ته د امن ضمانت نه وي ورکړل شوي. هغه زیاته کړه دا احتجاج به تر هغې جاري وي تر څو حکومت خلکو ته د ړنګ کړل شويو کورونو معاوضې نه وي ورکړي.
دا هم وګورئ: 'په جنوبي وزیرستان کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي'د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسيدونکو د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د ډپټي کمشنر د دفتر مخې ته دا احتجاجي پرلت د جنورۍ له ۲۷مې پېل کړی دی. په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وېنا په ۲۰۰۹ کال کې د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي.
دا هم وګورئ: جنوبي وزیرستان کې د ۶۲ زره کورونو سروې شوېد يو مسيد احتجاجي پرلت وياند، حيات پريغل د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د ړنګ شويو کورونو سروې کار بايد تېز کړل شي. د هغه په خبره هر چاته چې ټوکن یا د پېسو اخیستو پرچه ورکړل شوې ده، هغه ته بايد سمدستي پېسې ورکړل شي او کوم کورونه چې له سروې پاتې دي، هغه دې ژر تر ژره درج کړل شي.
د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې ګڼ پوځي عمليات کړي دي. په دوی کې لوی هغه یې راه نجات او ضرب عضب وو. د دغو عملياتو پر مهال د پوځ او وسلې والو ترمنځ په سختو نښتو کې ګڼکورونه وران شوي، سړکونه ويجاړ شوي او مارکیټونه ړنګ شوي دي.
حکومت د زیان ليدلو خلکو سره د مرستې لپاره سروې کړي او ځينو ته یې پېسې ورکړې دي خو ځاييخلک یې پر کار نيوکې لري.
جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر خالد اقبال د جنورۍ په ۳۰مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د زرګونو ړنګو شويو کورونو سروې په ښه ډول روانه ده او دا مسله به ډير ژر حل کړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.