پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې د فرورۍ په ۷مه، په يوه جلسه کې يو ځل بيا د خپلو ګرفتارو ملګرو خوشې کول غوښتي او د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته د حاضرولو سربېره یې خپلې ځينې نورې غوښتنې تکرار کړي.
دې جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) مشر، منظور پښتين راغونډو شوو خلکو ته وويل چې د پاکستان حکومت دې د رښتياوو معلومولو يو داسې نړيوال کمېشن جوړېدو ته غاړه کېږدي چې د پښتنو پر سيمه شوو د شوو جنګونو سپيناوی وشي، د ترهګرۍ قرباني او له ترهګرۍ ګټه اخیستونکي روښانه شي.
هغه همداراز زیاته کړه چې د پي ټي ايم غړي د عدم تشدد پلويان دي او سوله ييزې مظاهرې کوي نو ځکه بايد ترې دا اييني حق وانخیستل شي. پښتين د تقریر يوه برخه په انګریزۍ ژبه وکړه او په نړيوالو يې غږ وکړ چې د پښتنو له حقونو څخه "روانې سرغړونې" دې له پامه نه غورځوي.
دا هم وګورئ: پېښور جلسه: پي ټي ايم وايي غړي يې نيول شوي، موبايل او انټرنیټ سرویس ځنډیدلید پاکستان حکومت تر اوسه د دې غوښتنې او بيان په غبرګون کې څه نه دې ويلي. خو په تېرو وختونو کې پوځ خپل دا دريځ بیا بيا تکرار کړی چې پر امنيتي ځواکونو نيوکې نه دې پکار ځکه چې دوی د ترهګرو خلاف سخته قرباني ورکړې او د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې وه. لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال مړ شوی وو. هغه وخت پوليسو ويلي وو چې په ده د زړه حمله راغلې خو پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې هغه پوليسو وهلی ځکه مړی شوی دی.
په پېښور جلسه کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ او د دې جلسې منتظمې، ثنا اعجاز غوښتنه وکړه چې د ارمان په مبیینه وژنه کې د پوليسو په خلاف دې کاروايي وشي. د بلوچستان حکومت په دې اړه پخوا په خپل دريځ کې ويلي وو چې طبي معايناتو ثابته کړې چې لوڼی د پوليسو په تشدد کې نه دی وژل شوی نو ځکه د پولیس افسرانو په خلاف څه کاروايي نه کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ايين لاندې بشري حقونه، د غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته حاضرول، د وسله والو پر ضد يو شان عمليات، په خپلو وسايلو اختيار او په قبايلي ضلعو کې د پوځ واکونه کمېدل غواړي. خو پوځ وايي د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې د قربانيوو په برکت په ملک کې امن راغلی دی.
دا هم وګورئ: ارمان لوڼي کور او وطن دواړو ته کار کاوه: وړانګه لوڼۍد پېښور جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارليمان غړي، محسن داوړ په وېنا کې وويل چې دوی د ايين لاندې خپل حقونه غواړي خو بيا يې هم ملګري نيول کېږي.
نوموړي د خېبرپښتونخوا پر پوليسو تور پورې کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې جلسې د مخنيوي لپاره يې لارې بندې کړي او خلک یې ونيول خو بيا هم خلک ورغلل او په سوله ييز ډول یې خپلې غوښتنې وړاندې کړي: ((حکومت دې زر تر زره د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي راخوشې کړي. لږ تر لږه اته ديرش يوازې په کراچۍ کې په جېلونو کې دي. موږ د شوو جنګونو احتساب غواړو. نه پوهېږم دوی ولې د حقیقت موندنې کمېشن له جوړولو ويريږي.))
د پېښور جلسې په وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د مبیینه نيول شوو کسانو په اړه چې کله مشال راډيو د پېښور پوليسو سره رابطه وکړه نو هلته ورته په کنټرول روم کې اپرېټينګ افیسر، صادق شاه د فرورۍ په ۷مه وويل چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نشته. هغه وويل په هره ضلعه کې چې پوليس څوک ونيسي، دوی ته یې اطلاع ورکوي خو تر اوسه ورته ځايي پوليسو هيڅ داسې راپور نه دی ورکړی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.