انګور اډه کې د معذورانو احتجاج دوام لري

په انګور اډه کې د معزورانو احتجاج.((۱۲-۲-۲۰۲۱))

د جنوبي وزيرستان د انګور اډې کلي معذوران نن په څلورمه ورځ هم په احتجاج دي. دوي احتجاجي کېمپ لګولی او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې دوي ته دې خپل حقونه ورکړي.

د دې معذورانو مشر دين محمد په ۱۲ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته وويل چې دغه زياتره کسان په سيمه کې د ماين او نورو چاودنو له وجې معذوره شوي دي خو د هغو باوجود يې حکومت له سره پوښتنه نه کوي. "دلته کې زياتره خلکو په ماين چاودونو کې لاسونه، پښې او نورو د بدن اعضا بایللي دي. د چا سترګې نشته. څه نه څه ۱۶۰ کسان هغه دي چې په بمي چاودنو کې معذوران شوي دي او نور بیا هغه ښځې او ماشومان دي چې دا وخت په کورونو کې دي او بهر ته نشي راوتلی. تر دې دمه موږ ته هېڅوک د مذاکراتو لپاره نه دي راغلي."

دين محمد وايي د دوي درې غټې غوښتنې دي. " له حکومته غواړو چې موږ ته روزګار راکړي. د صحت وړيا اسانتياوې راکړي. زموږ د بچو تعليم مفت کړي."

دا هم وګورئ:

د خیبر پښتونخوا معذوران وايي د کووېډ-۱۹ وبا له وجې ورسره مرستې کمې شوې ديد روغو په څېر کارکول غواړو: معذورانشانګله: تر معذورۍ وروسته د کانکیندونکو ژوند څنګه تېرېږي؟

په احتجاجي کېمپ کې ناست ۳۵ کلن مصباح الدين چې په ۲۰۱۶ م کال کې يې په انګور اډه کې په يوه ماين چاودنه کې دواړه سترګې ړندې شوي دي، وايي له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. نوموړي په ۱۲ مه فېبرورۍ مشال رېډيو ته وويل چې تر دې دمه ورسره حکومت هېڅ مرستې نه دي کړي:

" پینځه بچي لرم چې کله دوی بيماران شي نو د علاج لپاره يې پیسې نه لرم. بچي مې ګډوډ ګرځي او د جوماتونو مخې ته چندې راټولوي. حکومت او پوځ تر دې دمه له موږ سره يوه روپۍ مرسته نه ده کړې. زموږ حالت يې له سره نه دی تپوسلي. يوه اداره هم زموږ غږ نه اوري."

(۱۲-۲-۲۰۲۱).د وزيرستان يوه معزوره ماشومه چې په احتجاج کې يې برخه اخستې.

د معذورانو د احتجاج يو بل ګډونوال عمر خان وايي لس کاله مخکې يې پر کور د مارټر ګولې لګېدو په پېښه کې دواړه لاسونه پرې شوي دي او دا وخت مرستو ته سخته اړتيا لري.

نوموړي په جمعې ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د خپلو بچو خرچه هم نشي پوره کولای: "موږ حکومت ته وايو چې موږ د چا له لاسه معذوره شوي يو نو ځکه دې راسره مرستې وکړي. د لسو مياشتو لور مې ده . پلار مې ډېر بوډا دی او د کور خرچه پوره کول راته ګران دي. له تېرو لسو کالو راهيسې زه معذوره يم او حکومت راسره هېڅ مرستې نه دي کړي."

دا معذوران وايي د روان کال په جنورۍ مياشت کې ورسره هم حکومت د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې وه خو تر دې دمه يې عملي شکل نه دی ورکړی.

بلخوا د جنوبي وزيرستان واڼه مرستیال کمیشنر بشیر خان د جمعې په ورځ مشال ریډیو ته وويل چې د معذورانو دهرنې ته ورغلی وو او جايزې غوښتنې به يې پوره کړل شي.