پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې مظاهره وکړه چې پکې یې له حکومته د ماینونو د پاکولو غوښتنه یو وار بیا تکرار کړه.
د دوی غوښتنه وه چې جنوبي وزیرستان دې له ماینونو نه پاک کړل شي او په ماین چاودنو کې ژوبلو کسانو ته دې معاوضه ورکړل شي. د سیمې اوسیدونکی وایي په ۲۰۰۹م کال د راه نجات په نوم د پوځي عملیاتو پر وخت ځمکلاندې ماینونه نصب کړل شوي دي چې له هغه وخت راهیسې یې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د صوبایي اسمبلۍ غړي حافظ عصام الدین مشال راډیو ته وویل، د جنوبي وزیرستان د مسودو سیمې اوسېدونکي په ځمکه د ښخ کړل شویو ماینونو له وجې له ستونزو سره مخاخ دي او په سیمه کې موجود پوځي او د مقامي انتظامیې چارواکي دې د ماینونو پاکولو لپاره اقدامات وکړي.
د مځکلاندې بمونو یا ماینونو پاکول د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنیادي غوښتنو کې شامل دي.پښتون ژغورنې غورځنګ وخت پر وخت په جنوبي، شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د نورې بدامنۍ ترڅنګ هلته د ښخو ماینونو نه پاکولو پرضد اجتجاجونه کوي.
د پاکستان حکومت او پوځ تر دې وړاندې هم ویلي چې د ماینونو پاکولو لپاره یې ډلې جوړې کړې دي او هغوی پر دې کار کوي.
دا هم وګورئ:
ګلشن مسود په یوه پښه وزن پورته کويجنوبي وزیرستان کې ماینونه اوس هم خلک وژنيجنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې دوې ښځې ټپیانې کړيسویېلي وزیرستان: لنډیوام کې ماین چاودنې ۱۱کلن ماشوم وژلید حکومت او پوځ پر ادعاوو سربېره په بیا بیا په وزیرستان کې د ماین چاودنې کېږي چې له کبله یې زیاتره وخت کم عمره ماشومان د تل لپاره معذوره شي.
له سیمې څخه د پېښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر عالمزېب مسید له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي چې تر اوسه په وزیرستانونو کې د ماینونو د چاودېدو ۱۶۲ پېښې مخې ته راغلي دي چې شاوخوا ۲۵۰ ماشومان، ښځې او سړي پکې ټپیان او وژل شوي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.