دا د ۲۰۱۳ز کال د فبرورۍ ۱۶ مه نېټه وه، ماښام وخت وو، د کوټې هزاره ټاون کې په لارو کوڅو کې د تل په څېر خلکو ورځنی ژوند پرمخ وړلی. عاطفه صادق هم د خپل يوه ناروغه رشته دار تر پوښتنې وروسته کور ته په لاره وه چې دا مهال يې يو دروند غږ تر غوږ شو.
هغې د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې تر ۲۰ منټه پورې پوه نه شوه چې څه شوي دي؟
(ما تر دې له مخه هم د چاودنو غږونه اورېدلي ول خو دا دومره زورور او وېرونکی وو چې د کړکيو شیشې ماتې او دروازې له ډېره زوره پخپله خلاصې شوې. په اسمان کې لوګۍ او د خاورو لړې ښکارېدلې، د چا سر او د چا لاس زخمي وو چې ورڅخه وينې بهېدلې.)
له عاطفې سره د وروڼو او خويندو غم شو چې داوخت په ټیوشن سېنټر کې ول. هغې رابطې ورسره وکړې او بې غمه شوه چې ټول روغ رمټ دي.
خو لږ وخت وروسته مور ورته ټيليفون وکړ چې د پلار خو دې هيڅ درک نه لګېږي او نه هم ټيليفون نه پورته کوي.
هم له دې ځای څخه د عاطفې او کورنۍ کړاوونه او غميزه پیل شوه. په دې چاودنه کې ۹۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۹۰ کسان زخميان شوي ول. په بله مانا څه کم درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د کوټې په څلور مختلفو هسپتالونو کې پراته ول.
عاطفه وايي چې هغه او خاوند يې د شپې تر نيمې پورې پر څلور واړو هسپتالونو وګرځېدل خو پلار یې ونه موند. د لټون پر مهال دوی د بولان ميډيکل کمپلېکس بېړنۍ خونې ته ورننوتل چې پکې مړي او د مړپو د بدن غړي پراته ول.
عاطفه اته کاله وروسته هغه منظر يادوي، د چا سر، د چا اوږه، د چا لاس، د چا پښه یاني د بدن هر هر غړی پروت وو. څپلۍ او بوټان پراته ول، د لاس ګوتمۍ پرتې وې او داسې حامله ښځې مې وليدلې چې خيټې يې شلېدلې وې چې پکې نا زوکړي ماشومان په نظر راتلل.)
عاطفه او خاوند په لټون لټون ستړي شول او کورته ولاړل. سهار ټول مړي امام باړې ته وروړل شول او عاطفه او مور يې هلته هم ورغلل.
عاطفه وايي، له يوه يوه مړي څخه څادر پورته کاوه چې پکې داسې کسان هم ول چې مخونه يې نه ول او پړمخې اړول شوي ول.
''زما د پلار په اورمږ کې يوه زخه وه او ما به مړي کتل چې خپل پلار وپېږنم خو پېدا مې نکړای شو.''
د امام باړې په يوه کوټه کې د مړو د بدن غړي، جامې او پېزار اېښودل شوي ول. عاطفه او مور چې يې خوني ته ورننوتل نو د خپل ورک کس د نښو د موندلو لټون يې پېل کړ.
عاطفه وايي چې هغې څو مياشتې وړاندې د خپل پلار لپاره له کراچۍ څخه يوه ګوتمۍ، پېزار او جامې وروړې وې او دې اول ګوتمۍ وکتله خو پېدا يې نکړای شوه، بيا يې د پېزار لټون وکړ خو ترلاسه نشول، بیا يې جامې ولټولې چې پکې ورته يو شلېدلی قميص په نظر ورغلی.
د هغې شک شو چې دا به يې د پلار وي، دې مور ته ورښکاره کړه چې بابا هم دا جوړه اغوستې وه؟ مور چې وليد نو له غمه پر مځکه راپرېوته او ویې ويل هو هم دا جامې يې اچولې وې.
عاطفه وايي، ''ما جامې واوړلې راواړلې او په قميص کې مې يو لاس وليد او راوامې خیست خو خبره نه یم چې دا به هم د ده لاس وو او که نه؟''
عاطفې د خپل ۵۹ کلن پلار عبدالحبيب مړی روغ رمټ پېدا نکړ او دوی يوازې د هغه لاس په قبر کې ښخ کړ.
دا وايي چې کله هم د فبرورۍ ۱۶مه وي نو په دې ورځ نو د پلار هغه خبره وریاده شي چې کله به کور ته ورغلی نو له شا به يې پر دې غږ وکړ.
(اوس چې ناڅاپه شاته وګورم هغه نه وي. موږ اوس هم کله نا کله د هغه په ټيليفون نمبر فون وکړو خو هغه خاموشه وي.)
عبدالحبیب د هزاره ټاون په یوه تناره کې مزدوري کوله.
دا هم وګورئ:
کوټه: د سخت امنیت باجودو هزاره په نښه کېږي کوټه: د هزاره ټاون چاودنې ۱۹ استادان هم وژلي "د امنيتي ځواکونو پر ځای پر امام ضامن تکيه کوو"په چاودنه کې د وژل شويو کسانو د کورنيو په وينا چې داسې ډېر مړي ول چې يا خو پېږندل کېدل نه او ځينې خو له سره ټکړې ټکړې شوي ول. د دوی په خبره د انساني غوښو درې بوجۍ يې ښخې کړې وې.
د خديجې دوې ایندرندې سليمه او زینب هم په هغه چاودنه کې وژل شوې او يوازې يې غوښې موندلې وي او هغه هم ورته مالومه نه ده چې د چاوې؟
سليمه ۱۶ کلنه او زینب ۱۴ کلنه وه او هغه مهال دوی له ټیوشن سېنټره کور ته پر لار وې چې چاودنه وشوه. د دوی مورحوا بېګم هم په هغه چاودنه کې زخمي شوې وه چې د علاج لپاره د کراچۍ اغا خان هسپتال ته يوړل شوه خو هغې ته دا نه وه مالومه چې دواړه لوڼه يې وژل شوې دي.
حو ابېګم د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه مشال راډيو ته وويل، يوه مياشت وروسته چې د لوڼو د مرګ خبر ورته واورول شو نو له اورېدو سره سم بې هوشه شوه او بیا هسپتال ته يوړل شوه.
هغې اته کاله وروسته هم د دواړو لوڼو عکسونه او څادرې له ځان سره سمبال کړې دي او وايي چې کله وريادې شي نو تصويرونه او څادرې راواخلي، ورته وګوري او بیرته يې کښېږدي.
د کوټې په هزاره ټاون او مري اباد کې په لسګونو داسې کورنۍ شته چې خپلوان يې د ترهګرۍ ښکار شوي دي. هزاره کان له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې له ترهګرو حملو سره مخامخ دي چې اکثره وخت يې د وژلو ذمه واري لشکر جنګوي يا داعش وسله والو ډلو منلې دي.