'پوځ دې په واڼه کې کرفیو نرمه کړي'

جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزيرستان په واڼه او ځينو نورو سيمو کې ولس له حکومته غوښتي چې له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي او په ګرځبندیز کې دې نرمي وکړي.

په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه غړي شان پښتين بېګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې د کرفیو له لاسه د واڼه بازار بند دی، له خلکو سره غله ختمه شوې ده.

نوموړی وايي، له واڼه تر انګورې اډې، تنايي او شکي پورې تلونکې ټولې لارې د خلکو پر تړل شوې دي. کاروباریانو ته ډېر لوی تاوان دی.

نوموړي له حکومته غوښتي چې په ګرځبندیز کې دې نرمي وکړي چې دارنګ خلک ځان ته خواړه او غله راوړي او خپل ناروغان هسپتالونو ته ورسوي.

شان پښتین له مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په واڼه بازار کې عام بې ګناه خلک نیول شوي دي، چې څوک ګناهګار دی هغوی ازاد ګرځي.

دا هم وګورئ:

واڼه کې کرفیو، پوځ د لټون عملیات پیل کړیانګور اډه کې د معذورانو احتجاج دوام لريواڼه کې چادونې درې عسکر وژلي، شپږ ژوبل

د واڼه سیمې یو بل مشر ایاز وزیر هم د کرفیو ختمولو غوښتنه کړې ده. دی وايي له کومې ورځې چې چاودنه شوې ده نو په واڼه کې یو داسې بدحال جوړ شوی دی چې دا حال نه په کشمیر کې وو نو په بل ځای کې. په واڼه بازار کې نږدې لس یوولس زاره دکانونه دي او دا ټول بند دی، له افغانستانه چې کوم مالونه راوړل شوي ول، هغه وراسته شول. د خلکو په دکانونه کې مېوې او سبزي وراسته شول. دی زیاتوي نور وزیرستانی ولس د ګرځبندیز/کرفیو توان نه لري او زر تر زره دې یې ختمه کړي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي د فېبرورۍ پر ۱۷ مه مشال راډيو ته وويل چې د وسله والو پرضد د روان لټون عملياتو پر مهال د ولسي وګړو د ژغورنې لپاره ګرځبندیز لګول شوی دی.

د پي ټي اېم د رازين سيمې يو مشر شېرپاو پښتين د فبرورۍ پر ۱۷مه (پرون) مشال رېډيو ته وويل که څه هم په رازین کې ګرځبندیز ختم شوی دی خو له دوی سره په نږدو کليو کې له اتو ورځو راهيسې د ده په ادعا د پاکستان پوځ نه یوازې پر خلکو تشدد کوي بلکې ګرځبندیز یې هم نه دی ختم کړی. دی زیاتوي چې ولس یې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی. د پولیسو مشر شوکت علي وايي، دی پر خلکو د پوځیانو له تشدده خبر نه دی، خو زیاتوي که پر یوچا تشدد شوی وي نو له پولیسو سره دې رپوټ درج کړي.

یاده دې وي چې د فېبرورۍ پر ۱۴مه د پاکستاني پوځ پر یوې لارۍ له بمي چاودنې وروسته مقامي انتظامیې د فېبرورۍ پر۱۶مه د واڼه په مرکزي بازار کې ګرځبندیز لګولی دی.

په هغه بريد کې درې امنيتي سرتېري او يو قبايلي وګړی وژل شوی وو. د فېبرورۍ پر۱۱مه هم د جنوبي وزيرستان په مکين کې په يوه بريد کې څلور پوځيان وژل شوي وو. د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د دې دواړو حملو ذمه واري منلې وه.