د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پاکستان ته سفر کوي.
هغه مشال راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.
داودزی وايي، پاکستان باید دې برخه کې له خپل نفوذه ګټه واخلي:
" د سولې په اړه موضوعات ډېر دي، خو اوربند او د طالبانو راتلل د مذاکرې میز ته، دا د سفر عمده موضوعات دي، د دې ترڅنګ په یو شمېر نورو مسایلو به هم خبري وشي چې ټول د سولې له پروسې سره اړخ لګوي."
داودزی زیاتوي، دا سفر د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه سفر په تعقیب کې دی چې د ۲۰۲۰ کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه يې افغانستان ته درلود.
داودزی دا هم وايي چې پاکستان له امریکا سره مرسته وکړه چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، نو ځکه افغان حکومت هم ترې دا هيله لري چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د خبر میز ته کیني. نوموړی وايي، پاکستان باید د افغانانو د اوربند له غوښتنې ملاتړ وکړي او طالبان تشویق کړي چې ورته غاړه کېږدي. د داودزي په خبره، پاکستان ژمنه کړې وه چې د تاوتریخوالې د کمېدو برخه کې به پوره همکاري کوي، نو دغه سفر کې به په دې اړه هم د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وشي.
د پاکستان لپاره د افغان حکومت د ځانکړي استازي محمد عمر داوودزي په مشرۍ د افغان پلاوي دا درې ورځنی سفر د پاکستان حکومت په رسمي بلنه ترسره کېږي. د داوودزي په مشرۍ افغان پلاوي کې د نورو شاملو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.