پښتنو سیمو کې ترهګر بیا راپورته کېږي: حیدر هوتي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتنو سیمو کې ترهګر بیا راپورته کېږي: اې اېن پي

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو په پښتون مېشتو سيمو کې د ترهګرۍ پر پېښو اندېښنه ښودلې.


د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې جلسې ته په وينا کې د ګوند سېنيرنايب صدر اميرحېدر خان هوتي وويل، دا وخت په دېر، باجوړ، وزيرستان، چترال، بونير، کوټه او نورو سيمو کې چې کومې پېښې رامنځته کېږي نو ښکاري داسې چې په پښتنه سيمه کې وسله وال او ترهګر بيا راپورته کېږي.

دا هم وګورئ: عوامي‌نېشنل پارټۍد ژوب په جلسه کې بيا د وزیراعظم استعفا وغوښته

جلسې ته په وينا کې د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ نثار مومند له حکومت او پوځ څخه دا غوښتنه وکړه چې د قبایلي سیمو، بلوچستان او د پاکستان د نورو سیمو نه ترۍ تم کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي او چې کوم بې ګنا وي نو هغوی دې خوشې کړل شي.

د عوامي نېشنل ګوند یوې صوبايي مشرې او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ثمر بلور هم د فبرورۍ پر ۲۵مه په مینګوره کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، د هغوی ګوند به د ورک کړل شوو کسانو د موندلو لپاره خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي. هغې ویلي وو، د احتجاجونو دا لړۍ به تر هغې روانه ساتي چې حکومت او امنیتي ادارو ورک کړل شوي کسان بیرته د هغوی کورنیو ته سپارلي نه وي او د هغوی کورنۍ مطمینې شوې نه وي.

د جنورۍ پر ۲۷مه عوامي نیشنل پارټۍ په بټخيله سوات کې احتجاجي لاریون کړی و.

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرل بابر افتخار په روانه اوونۍ کې ویلي وو چې دوی د ترهه ګرو پرضد عملیات پیل کړي چې پکې يې یوشمېر وسله وال وژلي او د لادرکه کسانو مسله به هم ژر هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان چارواکو خبرداری ورکړی چې د څلورو ښځینه کارکوونکيو تر وژل کېدو وروسته ناقانونه ګرځول شوی تحريک طالبان پاکستان نورې حملې هم کولای شي. د فبرورۍ پر ۲۲مه وسله وسله والو په اېپي کلي کې د يوې غير سرکاري ادارې څلور کارمندانې وژلې وې. دې پېښې د سیمې د خلکو اندېښنې راپارولې وې.

د بشري حقونو فعالانو هم دا وژنه غندلې وه او په پېښور کې په هم دې جوړې شوې یوې غونډې کې یې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د داډول پېښو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.