که شرطونه مې ومنل شي نوو ټاکنو ته تيار یم: ارمينايي وزیراعظم

وزیراعظم نېکول پاشینیان

د ارمینیا وزیراعظم نېکول پاشینیان د مارچ په لومړۍ نېټه ويلي، که مخالفين يې ځينې شرطونه ومني نو له وخت وړاندې پارلېماني ټاکنې کولو لپاره تيار دی.

ارمینیا چې سياسي کړکيچ پکې زيات دی، د پاشنيان او د مخالفينو ملاتړو يې په پلازمينه کې بېل بېل پراخ لاريونونه وکړل.

پاشینیان وروسته له هغه د روان سياسي کړکيچ سره مخ دی چې پوځ تيره اوونۍ د نوموړي د لرې کيدو غوښتنه وکړه، خو پاشنيان د پوځ دا غوښتنه د پوځي کودنا يوه هڅه بللې ده.

دا هم وګورئ:

د نګورنو قره باغ شخړې ته کتنهد ارمنیا پوځ پر وزیراعظم د استعفا ورکولو غږ کړی

نوموړي خپلو زرګونو پلويانو ته چې د یاریوانز (Yerevan’s) سېنټرل رېپبلک سکواير کې راجمع شوي وو ته وويل، که پارلېماني اپوزيشن د وخت وړاندې ټاکنو لپاره تيار وي نو دوی هم تيار دي.

پاشینیان ، تير (۲۰۲۰) کال په ناګورونو قره باغ کې د اذربايجان او ارمينيايي ځواکونو ترمنځ د شپږ اونيو د شخړې وروسته، د پراخو احتجاجونو سره مخ دی او اپوزيشن ترې د استعفې ورکولو غوښتنه کوي.