په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مارچ پر درېیمه د یوې اورېدنې پر مهال د دغو کسانو په ضمانت د خوشې کولو امر وکړ.
دا هغه پنځه کسان دي چې د کراچۍ د سهراب ګوټ پولیسو د جنورۍ پر ۳۱مه نیولي وو. دوی د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کاوه.
دا کسان محمد طاهر، نعمت الله، ابراهیم خان، محمد سرور او جاوید رحیم نومېږي.
د پي ټي اېم وکیل قادرخان ایډوکیټ د مارچ پر درېیمه په کراچۍ کې مشال راډیو ته وویل، اوس په دغه قضیه کې یوازې علي وزیر په زندان کې دی.
دا هم وګورئ:
منظور پښتین او محسن داوړ دې مفروران وګرځول شي: کراچۍ پولیسعدالت د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو او شناختي کارډونو بلاکولو امر کړیعدالت د علي وزیر مقدمې بله اورېدنه د فبرورۍ پر دريمه کويعلي وزیر د تېر کال د دسمبر میاشتې له ۱۶مې نېټې راهېسې بندي دی. د فبرورۍ پر درېیمه عدالت د علي وزیر په ضمانت د خوشې کېدو درخواست رد کړی و.
د مارچ په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران منظور پښتین، محسن داوړ او ځیني نور ملګري مخروران ګرځولي ول او د هغوی د ګرفتارۍ وارنټ یې هم جاري کړی و.