د پاکستان پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې اته وسله وال وژلي 

په شمالي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهسې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

په شمالي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهسې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د مارچ پر پنځمه او شپږمه یې په شمالي وزیرستان کې په بېلابېلو عملياتو کې اته مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړيکو څانګې (ای ایس پي ار) د مارچ پر شپږمه په خبرپاڼه کې ويلي چې په دې کارروايۍ کې یې وسلې هم لاسته ورغلې دي.

دا خبره يو داسې امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وکړه چې له رسنيوو سره یې د خبرو اجازې نه درلوده.

ده وويل چې دا عمليات په بویه او دوسلې کې د تحريک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر ډلې پرضد شوي دي.

تر اوسه نه دې ډلو په دې اړه څه ویلي دي او نه هم ازادو سرچینو د پاکستاني پوځ د دې ادعاوو پخلی کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهسې د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي.

د دې ترڅنګ په شمالي وزیرستان کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا هدفي وژنې هم دوام لري.

په دې بریدونو کې د ځايي قبایلي مشرانو، فعالانو او عامو خلکو په ګډون امنیتي چارواکي هم په نښه کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولسونو په وار وار د دې پېښو پرضد احتجاجونه او پرلتونه کړي دي خو هلته بدامنۍ لا هم پای ته نه دي‌ رسېدلې.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه داسې عملیات کړي وو چې تر یو میلیون زیات خلک یې بې کوره کړي ول.

حکومت او پوځ اعلان کړی وو چې دا سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده خو پر امنیتي ځواکونو بریدونه او هدفي وژنې لا هم دوام لري.

یوازې په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې نېږدې ۵۰ هدفي وژنې شوې وې او په ۲۰۲۱ز کې تر اوسه هلته لږ تر لږه اته ځلې په هدفي وژنو کې خلک وژل شوي دی.